اطلاعات روز: تېره ورځ ناوخته د کابل-ګردېز پر لويه لاره د طالبانو رينجر له سراچې موټر سره د ټکر له امله د پوهنتون استاد او يوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپيان کړي.
د پېښې يو عيني شاهد رحمت الله زمان نن چهارشنبه «۱۸ د کب» اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه د لوګر ولايت اړوند «التمور» سيمه کې رامنځته شوې، چې د هغه په وينا ټکسي موټر کې د يو تن سپاره کس روغتيايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
زمان زياته کړه، چې پېښه د رينجر موټروان د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې.
د لوګر ولايتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو له خوا د نظامي موټرو د تېز رفتارۍ له امله ګڼې پېښې رامنځته شوې، چې پر مهال يې خلکو ته ځاني او مالي تلفات هم اړولي دي.
