روغتونونو کې مالي او د توکو کمښت؛ پکتیا کې په نشه د روږدو درملنه ټکنۍ شوې

خبریال: حبیب الله سراب

د سوېل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې په مخدره موادو د روږدو درملنې په موخه شل بستریز روغتون د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، چې د پکتیا سربېره ورته له پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو معتادین د درملنې په موخه راوړل کیږي، خو اوس مهال دغه روغتون د وسایلو او نورو امکاناتو له کموالي سره مخ دی.

د دغه شل بستریز روغتون مسوولین وايي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته په روغتون کې د وسایلو او درملو له کموالي سره مخ دي.

د دوی په وینا چې په تېر کې د ځینو نړیوالو روغتیايي موسساتو له لوري له شل بستریز روغتون سره همکاري وه، خو اوس مهال د دوی په وینا چې یو شمېر موسساتو یې له ملاتړ لاس اخیستی دی.

د روغتون آمر ډاکټر  محمد عارف وايي، اوس مهال ورسره ۱۵ کسان بستر دي او درملنه یې روانه دی.

هغه وویل: «د نظام له سقوط وروسته مونږ په روغتون کې د ځینو وسایلو او درملو له کموالي سره مخ یو، خو بیا مو هم خپل خدامات نه دي ځنډولي. اوس مهال یو څه اندازه امنیه قومندانۍ او اي ار سي موسسې د خوراکي موادو مرسته کړې او د دې ترڅنګ صحت عامې ریاست هم لږ اندازه د درملو همکاري کړې، خو هغه په منظم شکل نه و.»

د روغتون آمر ډاکټر  محمد عارف وايي، اوس مهال ورسره ۱۵ کسان بستر دي او درملنه یې روانه دی.

په همدې حال کې بیا په مخدره موادو ځینې روږدي ځوانان چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خوښي څرګندوي، چې په ښه ډول یې د اړونده ډاکټرانو له لوري درملنه کیږي.

که څه هم دوی په درملنې برخه کې له روان وضعیت خوښ دي، خو په روغتون کې د اړینو وسایلو او خوراکي موادو کموالی لویه اړتیا بولي.

د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی مومن چې له تېرو اوو ورځو راهیسې د پکتیا د معتادینو په روغتون کې بستر دی اطلاعات روز سره په خبرو کې یې وویل، چې دوی ته په روغتون کې د ځانګړې درملنې ترڅنګ په ورزشي او تعلیمي برخو کې هم تمرینات ورکول کیږي.

هغه وویل: «زه دلته له تېرو ۷ ورځو راهیسې تر درملنې لاندې یم، د ډاکټرانو چلند ډېر ښه دی او د تداوي تر څنګ مونږ دلته په مهال ویش سره ورزش او زده کړې هم کوو، خو یوه ستونزه چې موجوده ده، هغه د خوراکي توکو کموالی دی، نو زمونږ غوښتنه دا دی، چې په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.»

په مخدره موادو ځینې روږدي ځوانان چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خوښي څرګندوي، چې په ښه ډول یې د اړونده ډاکټرانو له لوري درملنه کیږي.

په همدې حال کې بیا له روغتون څخه د باندې د مرکز ګردېز ښار په بېلابېلو سیمو کې په مخدره موادو روږدي کسان وايي، له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي ژوند یې په کړاو دی او  وخت ناوخت د ځینو نظامي طالبانو له خوا وهل او ټکول کیږي.

۳۵ کلن حمید ګل چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې مخدره مواد څکوي، اطلاعات روز سره ته وویل، چې د بې روزګارۍ له امله یې دغه ناوړه کار ته لاس اچولی.

هغه وايي پخوا به د ګردېز بالاحصار لاندې له ۴۰ ډېر معتادین یو ځای اوسېدل، خو د نوموړي په وینا چې د طالبانو له وېرې اوس دې ځای ته د راتګ زړه نه ښه کوي.

نوموړي وویل: «مونږ دلته طالبان نه پرېږدي، څو ورځې وړاندې یې زه هم په کونداغ ووهلم او پوزه یې را باندې ماته کړه، همداسې زما نور ملګري یې هم ووهل.

دوی مونږ ولې وهي، په وهلو خو مونږ له دې کاره دوی نه شي خلاصولی، نو مونږ خو هیچا ته تاوان نه دی رسولی او بل دلته به مونږ ټول یو ځای و، خو اوس ۷ کسان ایله پاتې یو.»

۳۵ کلن حمید ګل چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې مخدره مواد څکوي، اطلاعات روز سره ته وویل، چې د بې روزګارۍ له امله یې دغه ناوړه کار ته لاس اچولی.

دغه معتادین زیاتوي، چې د نظام له بدلون وروسته یې د درملنې لپاره هم اړونده ادارو پاملرنه کمه کړې ده.

په دې اړه یو تن معتاد احسان الله وویل: «مونږ ته به پخوا ډاکټران راتلل او کله کله به یې روغتون ته هم بیولو، خو طالبان چې راغلي، بیا مونږ ته یو ډاکټر هم نه دی راغلی، مونږ له طالبانو دا غواړو، چې له مونږ سره ظلم و نه کړي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین د معتادینو د وهلو او ځورولو ادعا ردوي، دوی وايي، تر دې دمه یې په مخدره موادو روږدي ګڼ کسان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړي دي.

د قومندانۍ ویاند عمر بدري اطلاعات روز ته په دې اړه وویل: «تاسو ته خو مالومه ده، چې پوډري هیڅکله رښتیا نه وايي او نه یې خبرې په خپل حال وي، نو یوازې دوی له طالبانو ډاریږي، چې دا به مو ووهي او بندیان به مو کړي.

ولې مونږ تل خپلو کسانو ته ویلي، چې په خوږه ژبه ورسره خبرې وکړئ او را یې ولئ، نو ځینې کسانو مو د درملنې لپاره محابس ته هم استولي دي.»

پکتیا لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عمر بدري د معتادینو د وهلو او ځورولو ادعا ردوي او وايي، تر دې دمه یې په مخدره موادو روږدي ګڼ کسان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړي دي.

اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی او نا امني هغه لاملونه دي، چې ځوانان د نشه يي توکو استعمال ته مجبوري. د پکتیا اوسېدونکي وايي، که حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه کړي، ښايي په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر لا زیات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه