د لوګر خروار اوسېدونکي: پوهنیز او روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي

خبریال: حبیب الله سراب

د لوګر ولایت له وروسته پاتې ولسوالیو یې یوه هم خروار دی، چې په تېر نظام کې یې اوسېدونکي د سختو جګړو او لارې تړل کېدو له امله په خورا ناسم وضعیت کې ژوند کاوه. که څه هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکو اوس له جګړو د ارام ساه اخیستې، خو هلته لا هم خلکو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

د خروار اوسېدونکي وايي، د پوهنې، روغتیا او رغونې برخو کې شته امکانات په نشت کساب دي، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا چې په تېر نظام کې هغه امتیازات چې نورو ولسوالیو ته ورکول کېدل د خروار ولسوالۍ به په مرکز کې وکیلانو او د وخت چارواکو په یو او بل نوم سترګې پټولې.

قومي مشر نور کمال ارزو خېل اطلاعات ورز ته وویل، چې دوی اوس مهال په سیمه کې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره لا او ګرېدوان دي، چې په روغتیايي کلینک کې د درملو او روغتیاپالانو د کموالي له امله ډیری ناروغان مرکز پل عالم ته استوي، چې ډیر یې د سړک خرابوالي له امله د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي.

نوموړي وویل: «مونږ دلته په خروار کې پخوا هم روغتیايي خدمتونه په داسې شکل وړاندې کېدل، چې په نشت حساب و او اوس هم هماغه حالت دی، کلینک لرو نه درمل په کې شته او نه هم مسلکي ډاکټر، نو په دې روغتیايي مرکز به مونږ څه وکړو او بل دلته چې ناروغ را پیدا شي، د پل عالم روغتون ته یې لېږو، هغه نو نیمايي ته نه وي رسېدلی، چې ساه یې ورکړې وي، ځکه یو ځای لرې دی او بل لاره خرابه ده.»

د خروار اوسېدونکي وايي، د پوهنې، روغتیا او رغونې برخو کې شته امکانات په نشت کساب دي، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي میربت خان بیا د پوهنې په برخه کې له شته ستونزو پرده پورته کوي.

 هغه وايي، لسګونه ماشومان له تعلیم کولو بې برخې دي او زده کړو ته د امکاناتو نشتوالي له امله لاسرسی نه لري.

خان زیاتوي، چې د ټولې ولسوالۍ په سطحه فعاله ښوونځی یې هم زده کوونکو ته درسي کتابونه او کافي مسلکي ښوونکي نه لري.

نوموړی د طالبانو له حکومت دغې ولسوالۍ ته په پوهنې، روغتیا او پرمختیا برخو کې د جدي پام غوښتنه کوي.

میربت خان په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «زمونږ خروار ولسوالۍ په تېر حکومت کې هیچا د ولایت په یوې ولسوالۍ کې نه حسابوله، ځکه امتیازات یې په مرکز کې وکیلانو او نورو چارواکو خوړل.

زه اوس د پوهنې د برخې په اړه درته وایم، چې وروره ښوونځی مو شته، خو معلم او کتاب په کې نشته، نو زما ماشوم به په کې څه زده کړي.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي میربت خان بیا د پوهنې په برخه کې له شته ستونزو پرده پورته کوي.

خروار د لوګر له هغو ولسوالیو هم ګڼل کېږي، چې هلته ځايي خلک مخابراتي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.

په دغه ولسوالۍ کې یو بل اوسېدونکي عبدالحمید اوریاخېل وویل، چې د نظام له سقوط وروسته ورسره څو ځله په خروار کې د مخابراتي شبکو د څو انتونو د نسب کېدلو او خلکو ته د اسانتیاوو برابرېدو ژمنې وشوې، خو د هغه په خبره، چې تر اوسه په دې برخه کې هیڅ عملي اقدام نه دی شوی.

اوریاخېل همدا راز د طالبانو له حکومت خروار ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د جوړېدو غوښتنه وکړه او وویل: «د تېر نظام په اړه هیڅ نه غږېږم، خو اوس چې نوی نظام راغلی، د دغه نظام مسوولینو هم د مخابراتي ستونزو د حل ژمنه له خلکو سره کړې، خو تر اوسه یې نه دی عملي کړې.

اوس د مخابراتي اسانتیاوو ترڅنګ مونږ د طالبانو له مشرانو دا غوښتنه کوو، چې د سړک نو نورو ستونزو حل لپاره ځانګړی پام وکړي.»

خروار د لوګر له هغو ولسوالیو هم ګڼل کېږي، چې هلته ځايي خلک مخابراتي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.

په خروار ولسوالۍ کې د ځینو قومونو ترمنځ د خپلمنځي شخړو د هواري او هلته په سیمه کې د ځايي اوسېدونکو د ستونزو حل په موخه تېره ورځ د لوګر لپاره د طالبانو د والي مرستیال یادې ولسوالۍ ته تللی و او خلکو ته یې د شته مشکلاتو د هواري ډاډ ورکړی.

مولوی انعام الله صلاح لدین ویلي، چې په خروار ولسوالۍ کې به د خلکو هغو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې ورته پام نه و شوی.

هغه وویل: «خروار کې مونږ د خلکو ستونزې درک کوو، دغه له هر ډول امتیازاتو محروم خلکو ته به په روغتیا، پوهنې، د سړک او مخابراتو برخه کې ستونزې لري، نو انشاالله چې له دوی سره به د دغو مشکلاتو د هواري لپاره پوره هڅه کوو.»

د خورار ترڅنګ ازره، برکي برک او څرخ د لوګر ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال یې اوسېدونکي په روغتیا، پوهنې او ځینو نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه