اطلاعات روز: طالبانو په لومړي ځل د دوی د حکومت کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراجالدین حقاني څېره رسنیزه کړه.
ښاغلي حقاني نن (شنبه، د کب په ۱۴مه) کابل کې د پولیسو اکاډمۍ فراغتغونډه کې ګډون کړی دی. دې مراسمو ته خصوصي رسنۍ هم دعوت شوې دي.
کابل کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د حقاني انځور خپور کړی دی.
طالبانو په تېر کې د حقاني انځور تت کاوه. هغه څه موده وړاندې هغې مرکه کې چې الجزیرې سره یې کړې وه، هم څېره یې بلور شوې وه.
سراجالدین حقاني د امریکا فدرال پولیسو (FBI) په «ترهګریز» نوملړ کې دی. امریکا د هغه نیولو لپاره پنځه مېلیون ډالر ټاکلي دي؛ خو دا مبلغ هغه مهال چې نوموړی د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر شو، دوه چنده شو.
طالبان بیا د امریکا دا پرېکړه د دوحې هوکړهلیک سره ټکر کې بولي او تل یې له تورو نوملړونو د خپلو غړو د وتلو ټینګار کړی دی.
د سراجالدین حقاني څېره داسې مهال رسنیزه شوې چې د طالبانو د رهبر ملا هبتالله اخوندزاده څېره هم لا پټه ده. د اخوندزاده یوازې یو انځور خپور شوی دی.
سراجالدین حقاني د حقاني شبکې مشر دی. دا شبکه په دې تورنه ده چې تېرو کلونو کې یې د افغانستان ښارونو مرکزونو کې تر ټولو وژونکي انفجارونه او ځانمرګي کړي دي.
څه موده وړاندې په خپله سراجالدین حقاني تایید کړې وه چې له زرو ډېر کسان د هغه له نظره تېر شوي او ځانمرګي بریدونه یې کړي دي.
