اطلاعات روز: په ارزګان کې نيالګي پلورونکي او د قوريو جوړوونکي د طالبانو پر حکومت نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې یې ورته د نيالګيو د بازارموندنې برخه کې هيڅ نه دي کړي.
په مرکز ترينکوټ کې د نيالګيو د قورې يو تن مسوول حاجي لالا وايي، دوه کاله يې د نيالګيو د قورې په جوړيدو تير کړي او زيات مصارف ورڅخه شوي، خو زياتوي چې اوس د نيالګيو ايښودلو موسم پر تيريدو دی او هغه خپل نيالګي نه دي پلورلي.
دی وايي د نيالګيو د قورې جوړيدو په برخه کې د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسولينو سره یې هم مشورې کړي او د هغوی په لارښوونه يې د نيالګيو روزنه کړې ده.
نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وويل: «د کرنې رياست د اصولو سره سم مو قورې جوړې کړي، دې کې له۵۰ ډولونو څخه زیات نیالګي لرو، خو نن مې ټوله ورځ کې دوه نیالګي پلورلي، تېر کال هم پر موږ دا نيالګي تاوان شول، سږ هم، دولت دې زموږ سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي.»
سيف الله چې د ښار په يو څنډه کې له تيرو څو کلونو راهیسې په خپله ځمکه کې د نيالګيو قورې جوړوي، وايي چې سږ کال د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی او د نيالګيو پیرلو ته زړه نه ښه کوي.
دی هم پر طالبانو نيوکه کوي چې د نيالګيو په بازارموندنه کې ورسره مرسته نه ده شوې او روزل شوي نيالګي يې اوس ورباندې تاوانيږي.
هغه وايي په خپله قوره کې د ۵۰ ډوله زرګونه نيالګيو پالنه او روزنه یې کړې خو اوس په ورځني ډول يو او يا هم دوه نيالګي پر عامو خلکو پلوري.
دی وايي: «موږپه خپلو ځمکه کې څه ډول چې د کرنې رياست لارښوونه وه، هغه ډول مو ۵۰ ډول نيالګي کښېنول خو اوس راشي د زرګونو نيالګيو څخه يوازې يو يا دوه دانې د ورځې عام خلک زموږ څخه اخلي په دې برخه کې دولت باید يو څه وکړي اوس يې لا د ايښودولو يو څو ورځې پاتې دي.»
په ارزګان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي دوی د نيالګيو د قورو جوړوونکو ستونزې تر بيلابیلو ادارو پورې رسولي دي او زياتوي چې لاهم په دې برخه کې هڅې کوي.
د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست د عامه اړيکو مشر قدرت الله حميدي اطلاعات روز ته وویل هڅه کوي چې نيالګي د يادو قورو له روزونو څخه وپيري.
هغه وايي: «يو شمېر موسساتو سره غږېدلي یو، څو دغه نیالګیو ته بازار پیدا کړو، د کرنې ریاست هم هڅه کوي چې د دغه نيالګيو روزونکو څخه نيالګي وپیري.»
ارزګان کې په داسې مهال د نيالګيو د قوریو خاوندان د خپلو نيالګو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي چې د څه مودې په تېرېدو سره د نيالګيو د ايښودلو موسم پای مومي او پر قوریه لرونکو کسانو د هغوی روزل شوي نيالګي پاتېږي.
تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې د نيالګيو روزنکو په څو ځله د طالبانو له حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه کړې وه.
