اطلاعات روز: کندهار کې د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا د اتلانو ليګ فوټبال سيالۍ پیل شوې.
په کندهار کې د طالبانو د سپورټ او بدني روزنې رئیس ابرار لبیب نن (پنجشنبه، د کب په ۱۲مه) اطلاعات روزته وويل، دغه سيالۍ چې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي، د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ وروستی او څلورم پړاو په یو لړ خاصو مراسمو سره پیل شو چې یوه میاشت به دوام وکړي.
هغه وايي، د دغو لوبو څخه يې هدف د غوره لوبغاړو معلومول دي او نړيوالو ته ښودل دي چې افغانستان اوس امن شوی او افغانانو ورزش کولو ته مخه کړې ده.
هغه وايي، دغه لوبې چې د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کې ترسره کيږي، د لوبو په پيل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس محمدیوسف کارګر هم ګډون کړی و.
د پیل شوو لوبو په لومړۍ لوبه کې تيره ورځ د کندهار عینو مېنې لوبډلې پنځه ګولونه پر یو د لغمان ځوانانو لوبډلې ته او په دویمه لوبه کې بیا د هرات سرخ پوشانو درې ګولونه پر یو د سرپُل خدیم اف سي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
هغه کسان چې د دغو لوبو نندارې ته راغلي زيات خوښ دي او زياتوي چې د دغو لوبو په ليدو سره به يې ذهني ستړيا ختمه شي.
يو تن نندارچي شمس الله له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې هېواد کې دې نور جګړې رامنځته کيدو ته هڅه نه کوي او ټول افغانان دې پر يوه ټغر راټول شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې کندهار کې د غيږنيونې سيالۍ هم ترسره شوې.
