د طالبانو ځایي چارواکي: اېران سره له پولې هره ورځ ۲ زره کډوال افغانستان ته راستنیږي

اطلاعات روز: په نيمروز کې د طالبانو ولايتي چارواکي وايي، د ايران هېواد څخه د «مېلک» د پولې څخه هره ورځ نږدې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې افغان کډوال افغانستان ته راستنيږي.

په نيمرزو کې د طالبانو د کډوالو چارو رئيس مولوي صديق الله نصرت وايي، په دې افغان کډوالو کې له ٥٠ څخه تر ٧٠ پورې يې کورنۍ او پاتې يې مجردان دې نيمروز ولايت ته راځي.

دی وايي، افغانستان ته په راستنيدونکو کسانو کې بې سرپرسته ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له ايران څخه په زوره راستانه شوي او د مهاجرينو او بیا راستنېدونکو د چارو له رياست سره په همغږۍ د IOM موسسې له خوا خپلو ولايتونو ته لیږل کیږي.

مولوي نصرت وويل هغه کډوال چې بهر څخه افغانستان ته راستانه کيږي د  (IOM، NRC، HRDA او هندي کپ) موسساتو لخوا ورته د روغتیایي، رواني، معلولیت، مړینې او حقوقي  برخو کې خدمات وړاندې کوي.

  هغه زياته کړه: «هره ورځ د هغو کورنيو لپاره چې له ايران څخه هېواد ته راستنيږي، د IOM له خوا د کورنۍ هر غړي ته٢٨٠٠ افغانۍ ورکول کېږي.»

 د طالبانو دغه چارواکي له هېواد څخه د بهر افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې بیاځلي افغانستان ته راشي او له دوی سره په ګډه کار وکړي.

په ورته مهال هغه کسان چې له بهر څخه افغانستان د نيمروز ولايت له لارې ستانه شوي زيات يې په غير قانوني ډول ايران هېواد ته داخل شوي چې له هغه ځایه څخه په زور ايستل شوي دي.

د دغو کسانو له ډلې څخه يو هم صديق الله دی چې د دايکندي ولايت د ګيزاب ولسوالۍ اوسيدونکي دي او پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته د ايران هېواد ته په غير قانوني ډول ستون شوي ول.

هغه وايي د ايران د حکومت لخوا لومړی ونيول شوه سختې شکنجې ورکول شوي او وروسته يې د پولې دي غاړي ته را خوشي کړی دی.

صديق الله اطلاعات روز ته  وويل چې له افغانستان څخه د فقر او غربت له وېرې اړ شو چې بهر ته په غيري قانوني ډول کډوال شي خو په خبره يې چې په ايران هېواد کې د ميشتو هغه افغان کډوالو سره چې په غيري قانوني ډول ورغلي وه سخت ظلم کيدلې.

دی وايي: «کله چې طالبان افغانستان ته راغلل زه شل ورځې وروسته ايران ته ولاړمه ۸ ورځې پر لاره راباندي تيرې شوي کله چې هلته ورځ مزدوري وکړي بیا پیسې نه ورکول کيږي د افغانانو سره سخت ظلم کيږي زه بیا هلته د حکومت لخوا ونيول شومه او د مېلک د پولې له لاري په يې افغانستان ته راستون کړمه.»

پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته په زرګونه کسان په غيري قاچاقي ډول له هيواد څخه بهرنيو هېوادونو په ځانګړي توګه ايران او پاکستان ته مهاجر شول په دغو کسانو چې ډير برخه يې د تير جمهوري حکومت د کارکوونکو وه د طالبانو له ويرې څخه اړ شول چې بهرنيو هېوادونو ته قاچاقي ولاړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه