ارزګان کې بې‌وزلو د (WFP) موسسې مرسته چور کړې

اطلاعات روز: ارزګان کې خلک وايي، د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې تيره ورځ یو شمېر بیوزلو د (WFP) مواد چور کړي دي.

د سیمې يوه اوسيدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، نن (چهارشنبه، د کب ۱۱) نېټه اطلاعات روز ته وويل چې تيره ورځ د ترينکوټ «مهربات» سيمه کې بیوزلو خلکو په يوه خوله د WFP موسسې خوراکي مواد چې د ANCC موسسې له خوا د ارزګان چنارتو ولسوالۍ ته انتقاليدل چور کړي او له ځان سره يې وړي دي.

هغه وايي، د سیمې خلک چې زيات بیوزله دي اړ شول ترڅو د يادې موسسې خوراکي توکي چور کړي.

د سیمې يوه بل اوسيدونکی حبیب الله بیا پر موسساتو نيوکه کوي او زياتوي چې مرستندويه ارګانونه د مرستو په وېش کې فساد کوي او اړمنو کسانو ته مرستې نه ورکوي.

هغه وايي، د دې سيمو خلکو ته له ډېره وخته مرسته نه ده رسيدلې چې دا مهال د زيات فقر او غربت سره مخ دي.

هغه وویل: «کله چې مرستې کيږي، دغه مرستندويه ارګانونه يې پر خپلو خپلوانو ويشي اړمنو کسانو ته مرستې نه ورکوي، خلک زيات وږي دي. د دغې سیمې خلکو ته له ډيره وخته مرستې نه دي رسيدلي.»

دا چې د خلکو لخوا په څومره اندازه مواد د سیمې خلکو چور کړي، تراوسه يې معلومات نه دي ترلاسه شوي خو د سيمې د خلکو په خبره چې يو غټ موټر خوراکي مواد ول.

اطلاعات روز هڅه وکړه چې د WFP مسوولينو او د ارزګان د طالبانو د چارواکو نظر هم راواخلي خو هغوی په دې اړه زموږ پوښتنو ته هيڅ ځواب رانه کړ.

په ارزګان کې تل پر موسساتو نیوکې وي چې اړمنو خلکو ته د مرستې پر ځای د مرستندويه ارګانونو کارکوونکي خپلو خپلوانو ته مرستې ويشي.

په ارزګان کې د طالبانو د موسسساتو يوه مشر مولوي حسن تر دې مخکې په څو ځله ډاډ څرګند کړی دی چې د غير دولتي موسساتو مرستې پر اړمنو خلکو په شفاف ډول ويشل کيږي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته خلک له سخت فقر او غربت سره مخ دي او د بیلابیلو لارو هڅه کوي ترڅو د ځان لپاره يوه ګوله ډوډۍ ترلاسه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه