اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت د دوحې سولې تړون دویمې کلیزې په اړه خپرې شوې یوې اعلامیه کې له نړیوالو غوښتي چې د نیکو اړیکو دروازې یې پر مخ پرانېزي.
د امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولې دغه تړون د قطر پلازمېنې دوحه کې دوه کاله وړاندې په دې ورځ (د کب په ۱۰مه) لاسلیک شو چې پایله کې یې امریکا له افغانستانه د وتلو بهیر پیل او بشپړ کړ.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (سهشنبه، د کب په ۱۰مه) پر خپل ټوېټر یاده اعلامیه خپره کړې ده.
اعلامیه کې راغلي، افغانان سوله او امن غوښتونکی ملت دی، دا چې اوس تازه «ارام» او «هوسا» ژوند تجربه کوي، باید نړۍ یې لاسنیوی وکړي او د فرصتونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د طالبانو حکومت د خپل موقف او پالیسۍ له مخې د بل هيڅ هیواد پر وړاندې د ضرر او تهدید پیښولو اراده نه لري، همدا راز له نورو هیوادونو څخه هم غواړي، چې له افغانانو سره د ښو او حسنه اړیکو دروازې پرانیزي، تر څو د ټولو هغو ننګونو چې احتمال یې لیدل کیږي، مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لاس ته د افغانستان حکومت لاس ته راوړلو له شپږ میاشتو زیات وخت تېرېږي خو لا هم هېڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
