اطلاعات روز: ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حالاتو په اړه سبا چهارشنبه غونډه دایره کړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) نن سهشنبه (د کب په ۱۰مه) پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم د امنیت شورا غړو ته د غونډې د یوې برخې په توګه خپل راپور وړاندې کړي.
یوناما لیکلي چې دغه غونډه به د کابل پر وخت ۷ نیمې بجې وي.
تمه ده چې چې سبانۍ غونډه کې د افغانستان بشري کړکېچ په اړه بحث وشي.
د تېرې میاشتې لومړیو کې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه ناسته کړې وه.
د طالبانو راتګ چې د بهرنیو مرستو پرېکېدو او د مالي محدودیت حالت لامل شو، بشري کړکېچ ورسره مل و.
تازه د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو استازي چې د افغانستان بشري حالت یې ارزولی، ویلي چې په دې هېواد کې د بشرپاله مرستو د اړتیا کچه بېمخینې ده او له ۲۴ مېلیون زیات خلک (د افغانستان ۵۹ سلنه وګړي) خوندیتابه مرستو ته اړتیا لري.
د مرستو رسوونکو بنسټونو په وینا، افغانستان کې د بشرپاله مرستو اړتیا، تېر مېلادي کال ته په کتو ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
