اطلاعات روز: ننګرهار کې سوداګر وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې د تورخم له لارې له پاکستان سره سوداګري ټکنۍ شوې ده.
دوی، چې پرون (یکشنبه، ۸ د کب) یې د پاکستان له سفیر سره ناسته درلوده، ویې غوښتل، چې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې حل او امکانات ډېر کړي.
ملي سوداګر حاجي تور ملنګ وایي، په پاکستان کې لا هم د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې شته او ویې غوښتل، چې پاکستان دې د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره ستونزې حل او امکانات دې ډېر کړي.
حاجي تور ملنګ زیاته کړه:«د تورخم له لارې له پاکستان سره سوداګري په دې وروستیو کې نیمایي راکمه شوې ده او زمونږ غوښتنه دا ده، چې دا سوداګري دې بیرته د پخوا په شان زیاته شي او هم دې افغان سوداګرو ته په تورخم کې اسانتیاوې برابرې شي، څو افغان سوداګرۍ په اسانۍ سره تګ راتګ وکړای شي.»
په ورته وخت کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مشر ګلمراد عرب وویل، په تیرو کلونو کې به د تورخم له لارې په افغاني تولیداتو بار شاوخوا ۱۲سوه لارۍ پاکستان ته اوښتې خو اوس دا شمیره پنځه سوه ته راټيټه شوې ده.
نوموړی له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې په شوي تړون کې د ځینو مادو د بدلون او پرې د بیا غور غوښتنه کوي.
ګل مراد زیاتوي: «د پخوا په پرتله د تورخم له لارې پاکستانۍ سره سوداګرۍ ټکنۍ شوې، پخوا به د ورځې شاوخوا ۱۲ سوه سوداګریزو لاریو تګ راتګ کاوه خو اوس دا شمیره نیمایي ته راکمه شوې او د ورځې ۵۰۰ سوه لارۍ تګ راتګ کوي، غوښتنه کوو، چې سودګري دې پراخه شي او شته ستونزې دې حل شي.»
په ورته مهال د پاکستان سفیرمنصور خان له سوداګرو سره په ناسته کې دوی ته ډآډ ورکړ، چې د سوداګرۍ پر وړاندې به شته خنډونو له منځه یوسي.
نوموړی وایې، د طالبانو د حکومت په راتګ سره دغه دواړه هیوادونه یو نوي پړاوو ته داخل شوي، چې له مخې به یې د کرښې دواړو خواوو پرتو قومونو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
منصور خان زیاته کړه:« مونږ افغان سوداګرو ته ډاډ ورکوو، چې د سوداګرۍ په برخه کې به شته ستونزې حل شي او په دې برخه کې له افغان چارواکو سره په خبرو هم بوخت یو، تر څو هغه خنډونه له منځه یوسو چې اوسمهال یې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري ټکنۍ کړې ده.»
د پاکستان سفیر همداراز د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخیدو تر څنګ د تورخم له لارې تلوونکو مسافر او خاص ډول د ناروغانو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابریدو ډاډ هم وکړ.
