اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې دا نندارتون د یو خراسان پوهنتون له لوري د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې په همکارۍ پرانیستل شوی دی.
د یاد پوهنتون رییس طارق کمال پرون (یکشنبه، د کب په ۸مه) د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، چې په دغه نندارتون کې د هیواد دېرشو تولیدي فابریکو خپل تولیدات نندارې ته ایښي چې دوه ورځې به دوام وکړي.
نوموړی وایي، د نندارتون له جوړېدو څخه یې موخه کورنیو تولیداتو ته د خلکو پام اړونه او په دې برخه کې د پانګوالو هڅول دي.
طارق کمال زیاته کړه: «ننګرهار کې دا نندارتون د خراسان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د محصلینو په نوښت او د دغه ولایت د صنعکارانو په ګډه همکارۍ جوړ شوی، چې ۳۰ تولیدي فابریکو په کې خپل تولیدات نندارې ته ایښي او دوه ورځې به دوام وکړي، له نندارتون جوړیدو موخه پانګوالو هڅول دي.»
په ورته مهال د ننګرهار د صنعت کارانو ټولنې مشر حاجي تور ملنګ د دا ډول نندارتونو په لاره اچول د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې برخه کې ګټور بولي او وایي، په دې سره به دوی وکولی شي خپل تولیداتو ته په اسانۍ بازار پيدا کړي.
نوموړي په ټنیګار سره له طالب چارواکو وغوښتل، چې د دا ډول نندارتونو په جوړولو کې د صنعتکارانو ملاتړ وکړي.
حاجي تورملنګ زیاته کړه: «د دا ډول نندارتونو جوړیدل د کورنیو تولیداتو د ترویج لپاره ډیر مهم دي، ځکه له دې لارې مونږ کولای شو چې خپلو کورنیو تولیداتو ته ښه بازار موندنه وکړو او هم په دې برخه کې د کورنیو تولیداتو اخیستو ته خلک وهڅوو او هم د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو، چې د صنتکارانو د ستونزو د حل په برخه کې دې جدي اقدامات ترسره کړي.»
بل لور ته د نندارتون ګډونوال هم له طالبانو څخه غوښتنه کوي، چې د کورنیو تولیداتو د ترویج او بازار موندنې په برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
خو بل لور ته د صنعتي فابریکو مسولین د خپل تولید پر وړندې د بریښنا نشتون لوی خنډ یادوي او وایي، که یاده ستونزه یې حل تولیدات به زیات او هیواد به د ځان بسیاینې پر لور ګړندۍ پرمختګ وکړي.
