اطلاعات روز: د نورستان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست طالب چارواکي وایي، سږکال به نورستان ته د سیلانیانو ورتګ زیات وي. چارواکي یې لامل د دغه ولایت طبیعي ښکلا او د تاریخي ځایونو شتون یادوي.
نورستان د هیواد په ختیځ کې پروت ولایت چې له طبیعي ښکلا برخمن دی، ورته په دې وروستیو کلونو کې د کورنیو سیلانیانو پام زیات شوی دی.
د نورستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر فضل الحق خالقیار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی هیله من دي، چې سږکال به نورستان ولایت ته د سیلانیان ورتګ زیات وي.
نوموړی د سیلانیانو د زیات ورتګ لامل نورستان ته د غځیدلې لارې د ډیرې برخې جوړیدل او د امنیتي وضعیت ښه والی یادوي.
خالقیار زیاته کړه: «سږکال به د نورو کلونو په پرتله نورستان ته د سیلانیانو.ورتګ زیات وي، ځکه امنیت ښه دی نورستان ته غځیدلې لاره تر ډیره رغول شوې او دلته تاریخي ځایونه زیات دی.»
نوموړی وایي، نورستان ته یې د سیلانیانو د راتګ لپاره پوره چمتووالی نیولی او تمه لري چې له دې لارې به په زیات شمیر عواید ترلاسه کړي.
خالقیار همداراز وایې، تیرو کلونو کې نورستان ولایت کې یوازې یو هوټل فعالیت درلود خو سږکال یې نورستان کې ملي سوداګر د هوټلو جوړویدو په برخه کې پانګونې ته هڅولي چې په دې سره به یې نه یوازې په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي بلکې خو ځایي خلکو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.
خالقیار زیاتوي: «کوم سیلانیان چې نورستان ته راځي مونږ ورته پوره چمتوالی نیولی تیرو کلونو کې نورستان کې څو هوتلونه وو خو سږکال د هوټلونو.شمیر هم زیات شوی او هم مو سوداګر هڅولي چې نورې هوټلې جوړې کړي خلکو ته به کار هم پیدا شي او د دولت عواید به هم زیات شي.»
د نورستان ځایي اوسیدونکي هیله من دي چې د سیلانیانو په ورتګ سره به د دغه ولایت اقتصاد لا پیاوړی او هم به ورسره د ځایي خلکو ژوند ښه شي.
د نورستان یو تن اوسیدونکی نجیب الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت په دې ولایت کې د لارو د جوړیدو او نورو رغنیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.
نورستان ته وروسته له هغې دسیلانیانو پام ورواوخښت چې دتیر حکومت پرمهال د چاپیریال ساتنې ادارې دهیواد ملي پارک او دوحشي ژویو خوندي ساتنځای اعلان کړ.
له نورستان سربیره کونړ هم په ختیځ کې هغه ولایت دی چې په دې وروسیتو کې یې ښایسته چاپیریال د خلکو پام ځان ته اړولی چې اوسمهال یې سیلانیان له لرې پرتو ولسوالیو لیدنه کوي.
