د پکتيا د ګمرک لوی مديريت دې رياست ته لوړ شي

خلک او ولايتي شورا:

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې د دې ولايت ګمرکي عوايد د ځينو نورو ولايتونو له بندرونو زيات دي او بايد د لوی مديریت بست يې رياست ته لوړ شي.

دوی دا خبرې په په ډنډپټان ولسوالي کې د ترانزيټي موټرونو لپاره ډيجيټل ترازو د نصب د چارو د پيل پر مهال وکړي.

ډنډپټان ولسوالي ته په دې سفر کې د پکتيا والي، د ماليې وزارت سلاکار اجمل وزيري، د ولايتي شورا رييس او غړو او ځينو نورو مسولينو ګډون درلود او پر ډېورنډ فرضي کرښه ډنډپټان ولسوالي کې يې په يوه لويه ولسي غونډه کې هم ګډون وکړ.

قومي مشر معلم عظيم خان ټينګار وکړ چې د ډنډپټان ــ پاړاچينار لاره دې ترانزيټ او پاتې اړينې اسانتياوې دې يې رامنځته شي.

خان وويل: «د کرښې هغې خوا ته ټولې آماده ګۍ نيول شوې، خو دې خوا ته له يوې ودانۍ پرته نور هېڅ هم ندي شوي؛ دولت ته په کار ده چې په دې اړه اقدام وکړي، خصوصي پانګه وال علاقه مند دي چې دلته کار وکړي.»

پخواني سناتور او قومي مخور لايق منګل ډنډپټان له امنيتي، ستراتيژيک او اقتصادي اړخه مهمه سيمه ياده کړه او ويې ويل چې د ګردېز ــ ډنډپټان ولسوالي د لويې لارې اساسي بيارغونه جدي اړتيا ده.

منګل زياته کړه:«دا لاره بيخي خرابه شوې، ترميم کېدی نشي، بايد بېرته له سره په اساسي ډول جوړه شي او د ګمرک د اصلاح لپاره د کمېشن کارانو له منځه وړل ډېر ضروري دي.»

د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي وويل چې د دې ولايت د ګمرک لوی مديريت بست دې رياست ته لوړ شي او د ګمرکي تاسيساتو او نورو اسانتياوو جوړولو برخه کې دې جدي ګامونه واخيستل شي.

ځاځي په ډنډپټان ولسوالي کې له شته اقتصادي فرصتونو پر استفادې ټينګار وکړ او ويې ويل چې د متوازن انکشاف اصل پر بنسټ دې په دې ولسوالي کې پرمختيايي کارونه وشي.

د ماليې وزارت سلاکار اجمل وزيري د ډنډپټان ــ پاړاچينار لويه لاره د ترانزيټ کېدو لپاره ډېره مناسبه وبلله او ويې ويل چې د خلکو او ولايتي شورا وړانديزونه به مسولو چارواکو ته ورسوي.

وزيري وويل: «ماليې وزارت هڅه کوي چې عوايد زيات او شفافيت تامين شي؛ دا د دې تګلارې يوه کړۍ ده چې دلته مو ډيجيټل ترازو نصب کړه. د دې ترازو نصب د عوایدو د ډېروالي، د عوایدو ډېروالی د اقتصادي رفاه او اقتصادي رفاه د همېشنۍ خپلواکي او ولسواکي سبب ګرځي.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي له امنيتي ځواکونو او دولت څخه د خلکو د همېشني ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې دولت پرمختيايي چارو ته ژمن دی او هڅه دا ده چې د ګردېز ــ ډنډپټان سړک په اساسي رغولو، ګردېز کې ګمرک ته په تاسیساتو جوړولو او بست يې رياست ته يې په ارتقا ورکولو دلته له شته کم ساري اقتصادي فرصت څخه لازمه ګټه واخيستل شي.

فدايي زياته کړه: «د ډنډپټان ــ پاړه چينار لاره کراچۍ بندر ته تر نورو لارو شاوخوا ۳۶۰ کيلو متره نږدې، اسانه يعنې بې کوتله ده، صعب العبوره نده او ارزانه لاره ده. حکومت او ماليې وزارت بايد دا ټول مسايل په نظر کې ونیسي، اوس هم دلته په کلني ډول د ميلياردونو افغانيو سوداګري کيږي؛ نو زموږ غوښتنه او هڅه دا ده چې دې لارې د ترانزيټ خپل حق ورکړل شي.»

سره له دې چې د ګردېز ــ ډنډپټان د ترانزيټي سړک د بيارغولو لپاره ۱۹۹ ميلیونه افغانۍ منظورې شوې وې، خو وروسته د دې پرېکړې له مخې چې ياده لاره بايد له سره په اساسي ډول ورغول شي، تر اوسه يې چارې ځنډېدلې پاتې دي.

همدارنګه څو ځله اړوندو لوړ پوړو چارواکو د ډنډپټان ــ پاړاچينار لارې ترانزيټ کولو او په ډنډپټان او ګردېز کې د ګمرکي تاسيساتو ايجادولو لپاره ژمنې کړې، خو تر اوسه په دې اړه عملي اقدام ندی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه