اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي، له څلورو ورځو ځنډ وروسته د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره نن يکشنبه د کب په ۸مه د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعيد نن اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د سپين بولدک او چمن ترمنځ لویه لاره د مسافرينو پر مخ خلاصه شوې ده او د پخوا په څير خلک کولی شي چې تګ راتګ پرې وکړي.
هغه وايي: «بلې هو د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره خلاصه شوه، د پخوا په څېر خلک کولی شي تګ راتګ د تيرو وختونو په څير پرې وکړي.»
په ورته وخت کې د کندهار ولايت مقام څخه هم اطلاعات روز ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره خلاصه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې ياده لاره د تيرې پنج شنبې په ورځ د پاکستاني پوله ساتو او طالب ځواکونو ترمنځ تر نښتې وروسته تړل شوې وه چې له پاکستانه د مذاکراتو په هدف يوه پلاوی د کندهار د چارواکو سره د خبرو کولو وروسته له نن سهار څخه لاره خلاصه کړه.
په سپین بولدک کې يو تن کاروباري نعمت الله هم د لارې خلاصول تاييد کړي دي. هغه وايي د پولې دواړو غاړو ته ګڼ مسافر پاتې و چې له ډيرو ستونزو سره مخ و.
نعمت الله په دې اړه اطلاعات روز ته وويل چې دغه لاره له نن سهار راهیسې خلاصه شوې ده چې ورسره د بند پاتې مسافرينو ستونزه حل شوې ده.
يوه سرچينه وايي، د سپین بولدک او چمن ترمنځ د لارې د خلاصولو په هدف له تيرې پنجشنبې ورځې راهیسې شپږ ځل مذاکرات بې پایلې شوي دي.
دغه سرچينه وايي د پولې دواړو غاړو ته بند پاته مسافرين له زياتو ستونزو سره مخ و او د دواړو هېوادونو د حکومتونو څخه غوښتنه وه چې ياده لاره دې خلاصه شي.
د چمن او سپین بولدک ترمنځ پر پوله د تيرې پنجشنبې په ورځ وروسته له غرمې د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ سخته نښته شوه چې دواړو خوا ته مرګژوبله هم واوښته.
دغه لاره په داسې مهال خلاصيږي چې تازه د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وياند مولانا ذهير ويلي دي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزیزي به سبا دوشنبه په تورخم کې د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سره په سوداګرۍ او ټرانزېټ خبرې وکړي.
