اطلاعات روز: پر افغانستان د طالبانو د واک تر شپږ مياشتو زيات وخت تيريږي خو لا هم يو شمير ولايتونو څخه راپورونه خپريږي چې د تير حکومت ځینو کسانو ته په يو او بل نوم زيان رسيږي.
په ترينکوټ کې د يوې پراخې جوړې شوې غونډې پرمهال د دغه ولايت ديني عالمانو په طالبانو کې د شاملو کسانو څخه غوښتنه وکړه چې عمومي عفوې ته دې ژمن شي او په تير حکومت پورې تړلو کسانو سره دې ظلم نه کوي.
ديني عالمان وايي، وروسته تر ۲۰ کلونو په افغانستان کې امن راغلی، جګړې دريدلې دي او هيڅوک باید په راتلونکي کې جګړو ته لمن و نه وهي.
دوی د تير حکومت له کسانو څخه هم غوښتنه وکړه چې د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي.
دوه تنه ديني عالمان مولوي نجيب الله اغا او مولوي حسن جان وويل: «موږ تاسو وروسته تر شلو کلونو يو ځای سره ناسته کوو. د شلو کلونو دښمني مو ختمه شوه، ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې د الله ج شکر وکړي او د اوسني نظام ملاتړ وکړي باید د مشرانو عمومي عفوې ته ژمن اوسو. د تير حکومت کسانو ته په کار ده چې شر او فساد رامنځته کيدو ته لمن و نه وهي.»
په جوړې شوې غونډه کې د ارزګان ولايت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مشر مولوي کريم الله فقير بیا د ښځو پر حقوقو خبرې وکړې. هغه وايي، په اسلام کې هيڅوک حق نه لري چې د ښځو مهر د ښځې بې اجازه مصرف کړي.
فقير وويل، کونډې ښځې ته په اسلام کې حق ورکول شوی چې په خپله خوښه د ځان لپاره خاوند وټاکي.
هغه وايي: «په اسلام کې ښځو ته زيات حقوق ورکول شوي دي. هيڅوک حق نه لري چې د ښځو د مهر پیسې دې د ښځې بې اجازې مصرف کړي. هغه ښځه چې کونډه شوې وي، په خپله خوښه د ځان لپاره د بل کس سره واده کولی شي.»
د جوړې شوې غونډې په پیل کې يو تن ديني عالم مفتي عبدالله رباني وايي، د ۱۳ مدرسو څخه يې ۴۰۰ کسان چې ښځې هم په کې شاملې دي، له ديني زده کړو فارغ کړي دي.
رباني د علم پر ارزښت وغږېده او له خلکو څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلو اولادونو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.
دی وايي: «دغه کسان چې شمير يې ۴۰۰ کسانو ته رسيږي د ۱۳ مدرسو څخه فارغ شوي دي چې په راتلونکي کې به ټولنې ته خدمت وکړي خلک باید خپلو اولادونو ته د زده کړي زمينه برابره کړي.»
د يادوني وړ ده چې د تيرې چهار شنبې په ورځ د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې هم ۸۷ کسان له ديني زده کړو څخه فارغ شوي و.
