اطلاعات روز: کندهار کې عام خلک وايي، په دغه ولايت کې د غلاوو او نورو شکونو کچه د تېر په پرتله لوړه شوې او مسوولين يې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
تازه د کندهار ښار په مرکزې برخه کې وسله والو غلو د شپې لخوا د درملو ۶ دوکانونه د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخيستنې لوټ کړي دي.
دغه دوکانونه چې په سيمه کې په یوه مارکيټ کې وو، د نغدو پیسو ترڅنګ ورڅخه درمل او نور قيمتي توکي هم وړل شوي دي.
د دغه مارکيټ يوه مسوول محمد نادر اطلاعات روز ته وويل چې دغو وسله والو کسانو د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخيستنې د وسلو سره يو ځای د دوی مارکيټ ته ننوتلي او ياد دوکانونه يې لوټ کړي دي.
هغه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې د دغه ډول پيښو مخه دې ونيسي.
دی وايي: «پر دوې بجې د شپې مارکيټ ته ورغلي وو، د مارکيټ څارونکي يې په چړو وهلی و، زما ۵۰ زره افغانۍ ۶۰زره کالدارې او درمل يې غلا کړي و. د نورو دوکانونو قلفونه يې هم مات کړي و. که د شپې يې که د ورځې يې طالبان باید د دغه ډول پيښو مخه ونيسي.»
په دې وروستیو کې په کندهار ښار کې د غلاوو او جنايي پيښو ګراف خلک سخت انديښمن کړي دي او زياتوي چې د وسايلو او نورو قيمتي توکو غلاوې زياتې شوي دي.
د کندهار ښار يوه اوسيدونکي حاجي ناني وايي، وسله وال غله په شخصي جامو کې چې په ښار کې د طالبانو د امنيتي کسانو سره يې توپير نه کيږي غلاوي او جنايي جرمونه ترسره کوي.
هغه وايي په ظاهري ډول د دغو غلو توپیر د طالبانو د تلاشي له کسانو سره نه کيږي او وسله وال غله د تلاشي په پلمه عام خلک لوټي.
نوموړي د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې خپلو نظامي کسانو ته دې نظامي يونيفورم مشخص کړي.
دی وايي: «په دې وروستیو کې حالت ډير خراب دی، موټرسايکلان غلا کيږي د خلکو له لاسونو څخه قيمتي توکي غله وړي موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې دغه کسان ونيسي او هغوي ته سزا ورکړي.»
د کندهار د طالبانو امنيه قومندان ملا عبدالغفار محمدي د غلاو د پيښو د زياتيدو په برخه کې د خلکو راپورته شوې انديښنې مني او په خبره يې چې دوی هڅه کوي ترڅو د غلاوو او نورو جنايي جرمنو مخه ونيسي.
هغه وايي په تيره يوه مياشت کې لسګونه کسان د غلاوو په تور نيولي دي او د هغوی څخه لاس ته ورغلي وسايل يې بيرته اصلي مالکانو ته سپارلي دي.
که څه هم طالبان د غلاوو د مخنيوي ژمنه کوي چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته په ټول هېواد کې د جنايي پيښو او غلاوو ګراف لوړ شوی دی چې لامل يې د خلکو د کار نشتون او اقتصادي ستونزې دي.
