اطلاعات روز: د اکراین بهرنیو چارو وزارت ویاند پر فیسبوک خپره کړې یوې بیانیه کې د روسیې د پنجشنبې ورځې نظامي ګام یو «جنګي ګام» یاد کړی دی.
د سيانان راپور له مخې، د دې وزارت ویاند اولګ نیکولنکو دې بیان کې ویلي: «دا یو جنګي اقدام، د اکراین پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا برید، د ملګرو ملتونو اساسنامې او د نړیوالو بنسټیزو حقوقو اصول یو فاحش نقض دی.»
نیکولنکو ویلي چې روسي ځواکونه هغې حمله کې چې موخه یې «د اکراین دولت ویجاړونه، په زور د اکراین خاورې لاس کې نیول او د نیول شویو سیمو تر کنټرول لاندې راتلل» دي، د اکراین پر سولهییزو ښارونو یې بریدونه ترسره کړي دي.
دې بیانیې کې راغلي: «اکراین د نړیوالو قوانینو له مخې د خپل ځان دفاع لپاره د خپل حق مدعي ده او د اکراین پوځ تیا دی څو تېری دفع کړي او په ټول توان د اکراین له خاورې دفاع وکړي.»
نیکولنکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې «ژر ترژره د عمل ډګر ته راودانګي» او غوښتې یې دي چې پر روسیې تازه بندیزونه او د اکراین دفاعي وړتیا ملاتړ لپاره نظامي تجهیزات په واک کې ورکړي.
دې بیانیې کې ویل شوي: «نه یوازې د اکرایني وګړوو ځان او امنیت، بلکې د اروپایي وګړو امنیت او د نړیوال نظم راتلونکی زموږ متحد غبرګون پورې تړلی دی.»
د اکراین بهرنیو چارو وزیر: اکراین به بریالی شي
د اکراین بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولهبا د نن پنجشنبې په سهار یو ټوېټ کې «ټوله نړۍ کې له اکراینیانو» وغوښتل څو خبرې وکړي او له خپلو رهبرانو وغواړي چې اقدام وکړي.
هغه لیکلي: «پوتین برید وکړ، خو هېڅوک نه تښتي. پوځ، ډیپلوماټان، ټول کار کوي. اکراین جنګېږي. اکراین به له ځانه دفاع وکړي. اکراین به بریالی شي.»
هغه وویل: «د پوتین برید حقیقت خپلو هېوادونو سره شریک کړئ او له دولتونو وغواړئ چې ژر تر ژره د عمل ډګر ته راشي.»
