اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي طالب چارواکي وایي، له دې وروسته د طالبانو سرتېري او عام خلک نه شي کولی دولتي يا شخصي موټر يې تورې ښېښې ولري.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي وياند قاري قاضي ملا عادل پرون (چهارشنبه، ۴ د کب) په خپاره کړي یو ویډیوی پیغام کې ویلي، چې د ختيځ زون تنظيمه رییس او د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل په امر په دې ولايت کې د تورو ښېښو موټرونو پر ګرځولو بنديز ولګېد.
نوموړی همداراز وايي د والي د لارښوونې له مخې له دې وروسته طالب ځواکونه او عام خلک نه شي کولی چې دولتي يا شخصي موټر يې تورې ښېښې ولري.
قاري قاضي ملا عادل زیاته کړه: «د ختيځ زون تنظيمه رئيس او د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل په امر په ننګرهار ولایت کې پر هغه موټرو بندیز ولګیده چې تورې ښیښې ولري او همدارنګه دا پرکړه پر ټولو دولتي او عام وګړو د پلي کیدو وړ ده، له دې پریکړې وروسته طالب ځواکونه او ولسي خلک نشي کولای چې د تورو ښیښو لرونکو موټرو څخه د ګرځیدو په موخه ګټه واخلي.»
د والي وياند وايي، ولایتي ادارې دا پرېکړه د خلکو ستونزو حل په موخه شوې تر څو ولسی خلک په راحت او ارامه فضاء کې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ يوسي او د تورو ښېښو لرونکو موټرونو له امله ورته ستونزې رامنځته نه شي.
قاري قاضي ملا عادل زیاتوي: «دا پریکړه په دې موخه شوې ده چې ترڅو ولسي خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او عام خلک په رامه او امنیتي فضا کې د خپل ژوند چارې مخ ته یوسي.»
بل لور ته ولسي خلک هم د ننګرهار د ولایتي له یادې پریکړې خوښ دي، خو په ټینګار سره یې د عملي کیدو تر څنګ پر موټر سایکلو د ګرځیدو د بندیز غوښتنه هم کوي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي عبدالولي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تورو ښېښو لرونکو موټرو پر ګرځیدو له بندیز سره به نه یوازې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي بلکې تر ډیره به ورسره امنیتي پېښې هم راکمې شي.
«کومه پریکړه چې د ننګرهار ولایتي ادارې کړې چې باید د تورو ښیښو موټر پر تګ راتګ بندیز لګیدلی له دې پریکړې خوشاله یو او غوښتنه مو دا ده، چې باید دغه پریکړه پر ټولو ملکي او نظامي کسانو یو ډول عملي شی، ترڅو د شته ستونزو مخنیوی وشي.»
له دې وړاندې د ننګرهار ولایتي ادارې په جلال اباد ښار کې پر طالب ځواکونو له وسلو سره په ریکشاوو کې پر ګرځیدو بندیز هم لګیدلی وو.
