طالبانو له مدرسې فارغو ته د عصري لوړو زده‌کړو اسناد ورکولو ازموینه پیل کړې

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي، له ۴۰۴ تنه مدرسې فارغو یا ديني عالمانو څخه يې د عصري علومو د لوړو زده‌کړو اسناد ورکولو په هدف د ازموينې لړۍ پیل کړې ده.

د کندهار د پوهنې رياست رییس مفتي قدرت‌الله الوصال وايي، له یادو کسانو په شپږو ورځو کې د کندهار «خرقې مطهرې» جامع جومات او د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ازموینه اخیستل کیږي.

هغه وايي، دغه ازموينه چې د طالبانو د مشر شيخ ملا هبت‌الله په لارښوونه اخيستل کيږي، د وړې دورې فارغه شویو کسانو ته د عصري علومو د ۱۴ (فوق بکلوریا) اسناد ورکول کيږي او د لویې دورې فارغه شویو کسانو ته به د ليسانس تر کچې اسناد ورکول کيږي.

په ورته مهال د پیل شوې ازموینې څخه نظارت کوونکي ډلې يو غړی مولوي عنايت الله وايي، د ازموینې دغه لړۍ يې د تيرې شنبې په ورځې پیل کړې وه او تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

نوموړی وايي ديني عالمانو ته يې د ازمويني اخيستي لپاره يوه مياشت د چمتووالي وخت هم ورکړی و ترڅو هغوی ازموینې ته بشپړ چمتووالي ونيسي.

مولوي عنايت الله د دغې ازمويني د شفافيت په اړه ډاډ څرګند کړی دی.

په دغه ازموينه کې ګډون کوونکو ديني عالمانو د طالبانو د دغې کړنې څخه خوښي وښودله او زياته يې کړه چې له دې لارې به دوی وکولی شي ترڅو د عصري علومو اسناد ترلاسه کړي.

يو تن ګډون کوونکي نصرت الله په خپلو خبرو کې وويل، چې د ازموینې ورکولو لپاره دوی بشپړ چمتووالی نيولی دی او په شفاف ډول ياده ازموينه ترسره شوې ده.

طالبانو په داسې مهال له ديني عالمانو په افغانستان کې د عصري علومو د ورکولو په هدف د دغه ډول ازموينو لړۍ پیل کړې ده چې ديني عالمانو يوازې په ديني برخه کې زده کړې کړې دي.

د طالبانو لخوا ديني عالمانو ته د عصري علومو د اسنادو پر ورکولو بیا د پوهنتون څخه د فارغه شوو افغان محصلینو او علم پوهانو لخوا سختې نيوکې هم شته.

د کندهار د ژوناليزم پوهنځي يو تن محصل روح الله چې سږ کال يې په پوهنتون کې د زده کړو دريم کال دی، د طالبانو لخوا دغې کړنې خپه کړی دی او زياتوي چې د دوی د کلونو د عصري علومو په برخه کې ترسره شوې زده کړې يې په اوبو لاهو کيږي.

هغه وايي ديني عالمان چې يوازې په ديني برخه کې یې زده کړې کړي دي، څه ډول د عصري علومو اسناد ورکول کيږي.

روح الله اطلاعات روز ته وويل: «زما دريم کال دی دلته زده کړې کومه ډير زخمت مې کښلی دی خو مولويان چې يوازې يې په ديني برخه کې زده کړې کړي دي، اوس د ليسانس اسناد ورکول کيږي په عصري برخه کې دوی ته د مضمونونو نومونه هم نه دي معلوم اخير زموږ سره ولې داسې عمل کيږي.»

سيف الدين بیا دارزګان د لوړو زده کړو په موسسه کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې په زده کړه بوخت دی او سږ کال يې اخيري کال دی.

دی وايي پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته دوی د زده کړو ترسره کيدو په برخه کې سخته ناهيلي شوي دي. هغه وايي که څه هم سږکال يې د فراغت کال دی خو په خبره يې چې هيڅ ورته خوشحاله نه دی.

نوموړي وويل: «سږکال زما اخيري کال دی تراوسه مې مونوګراف ته هم فکر نه دی کړی ځکه زموږ فراغت څه ګټه کوي هر څه طالبانو ګډوډ کړل پر لوړو بستونو خاص مولوي صاحب مقرر کوي.»

په ټول هېواد کې طالبانو ديني عالمانو ته د لوړو زده کړو په برخه کې د عصري علومو د اسناد ورکولو لړۍ پیل کړې ده او تر يوې کوچنۍ ازموینې وروسته هغوی ته د لوړو زده کړو اسناد ورکول کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه