اطلاعات روز: په ټولنه کې د ناوړه دودونو له امله ډیری وخت کورنۍ ستونزې رامنځته کیږي او زیاتره یې په مرګ ژوبلې هم تمامې شوې دي. د انجونو په سر لوړ ولور او د ځینو نورو مصارفو د پوره کولو ډیری ځوانان مجبوریږي، چې په قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي.
د دې ستونزو د هواري په موخه د خوست ولایت قومي مشرانو په یوې راټولېدنه کې پرېکړه کړې، چې په خپلو لوڼو به لوړ ولور نه اخلي او په بدو کې به د انجونو ورکړه بنده وي.
په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د خوست لپاره د طالبانو والي محمد نبي عمري وویل، چې د قومي مشرانو سره په همغږۍ دې پرېکړې ته ورسېدل، چې د جنۍ ولور به ۳۵۰ زره افغانۍ وي او هیڅوک به خپله لور په بدو کې نه ورکوي.
نوموړي په دې وویل: «مونږ له زیاتو هڅو وروسته دې نتیجې ته ورسېدو، چې قومي مشران راضي کړو او په خوست ولایت کې د هغو ناوړه دودونو مخه ونیسو، چې زمونږ او ستاسې ټولنه یې را خرابه کړې ده، نو په دې پرېکړه لیک کې، به د جنۍ مهر ۳۵۰ زره افغانۍ، جنۍ به په بدو کې نه ورکول کیږي، د جنۍ او ځوان انتخاب به د هغوی په خوښه وي، د کونډه په خپله خوښه نکاح کولی شي او له ښځو سره به ظلم نه کیږي.»
قومي مشران هم له شوې پرېکړې خوښ دي او په عملي کېدو یې ټینګار کوي، په یاده غونډه کې قومي مشر قاسم وویل، چې په خوست کې ډیری کورنۍ د ناوړه دودونو له امله د دې توان نه لري، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې مصارفو ته غاړه کیږدي.
نوموړي وویل: «مونږ او دلته په دې غونډه کې ټول د دې شاهدان یو، چې زیاتره خپلوي له منځه تلل او یا هم د نورو ستونزو رامنځته کېدل د شته ناوړه دودونو له امله رامنځته کیږي، انجونې په ډېرې بې رحمانه ډول په بدو کې ورکول کیږي او هلته بیا ورباندې ظلم کوي، نو مونږ د دې ورځې په تمه و، چې دغه ناوړهع دودنه له منځه ولاړ شي.»
د طالبانو مخکښ غړي انس حقاني وویل، چې په افغاني ټولنه کې ډیری داسې ناوړه دودونه شتون لري، چې په اسلام کې ورته اجازه نه دی ورکړل شوې، د نوموړي په وینا په ټولنه کې واده شوې جنۍ ته د میراث حق هم نه ورکول کیږي.
حقاني وویل: «مونږ ډیری داسې دودونه لرو، چې هغه په اسلام کې جواز نه لري، په بدو کې د جنۍ ورکول، واده شوې جنۍ ته د میراث نه ورکول او ځینې نور داسې دودونه شته، چې اسلام ورته اجازه نه دی ورکړې.»
په خوست ولایت کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه شوې پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو له توده هرکلي سره مخ شوې ده، له دې وړاندې د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې هم د ځینو سیمو قومي مشرانو په ورته ډول په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره تړونونه شوي او تر ډېره عملي شوي هم دي.
