اطلاعات روز: پاکستان له خپلو زندانونو ۲۳ افغان بندیان خوشې او د تورخم ښارکوټي کې یې طالب مسوولینو ته سپارلي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن (سهشنبه، ۳ د کب) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان له خپلو زندانونو ۲۳ افغانان خوشې او په تورخم ښارګوټي کې یې د ننګرهار طالب مسوولینو ته وسپارل.
سرچینې ویلي، چې له یاد شمېر زندانیانو سره د «IOM» ادارې د کرایې په موخه نغدي مرسته هم کړې ده.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار له زندانونو هم د طالبانو د رهبر مولوي هیبت الله اخندزاده د فرمان پر اساس ۹۰ بندیان خوشې شول.
په دې بندیانو کې کم عمره، سیاسي او جنایي زندانیان شامل وو.
