اطلاعات روز: د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې که څه هم طالبانو د تېر حکومت لوحې او هغه لیکنې ړنګې کړي دي چې د عامه پوهاوي په برخه کې وې خو بیا هم خطاطان د خپل کار روزګار څخه شکايت کوي او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خطاطان وایي، کارونه یې د پخوا په پرتله کمرنګه شوي او د طالبانو په راتګ سره يې هر څه نږدې په ټپه درېدلي دي.
رسام او خطاط حمید الله توخي چې له تېرو شپږو کلنو را په دې خوا په لښکرګاه ښار کې د خطاطۍ دوکان لري، وایي د پخوا په پرتله یې کارونه کمرنګه شوي دي.
هغه وايي په تيرو وختونو کې به د ړنګ شوي حکومت لخوا د بیلابیلو رساميو او خطاطۍ په هدف دوی غوښتل کيدل او د کار په بدل کې به ورته پیسې ورکول کيدې خو د طالبانو په راتګ سره يې اوس دغه ډول فعاليتونه په ټپه دريدلي دي.
د نوموړي په خبره، مخکې کلنو کې به په اونۍ کې له ۳۰ زره افغانیو څخه نیولې تر۶۰زره پورې یې عاید لرل، خو اوس په اونیو یو کار هم نه وي او بېکاره په دوکان کې ناست وي.
هغه وايي پر هېواد د طالبانو د راتګ وروسته يې د کار روزګار په برخه کې ستونزې زياتې شوي دي.
نوموړي وويل خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ځکه زړه نه ښه کوي چې په هنري برخه کې فعاليتونه وکړي.
حمیدالله توخي په خپلو خبرو کې وويل، چې د شپږو کلونو په موده کې یې سلګونه ځوانان یې د رسامۍ او خطاطۍ په برخه کې روزلي چې له ډلې یې ډیری خطاطان له همدې لارې حلاله نفقه پیدا کوي.
هغه وايي د ده لخوا روزل شوي کسان هم د ده په څير د يوه نامعلومه برخليک سره مخ دي او زياتې اقتصادي ستونزې لري.
هغه وویل: « که څه هم معلوم شمېر یې نه دی راته معلوم خو تر ۸۰۰ کسانو زیات مې روزلي دي، چې اکثریت یې اوس دغه خطاطي کوي.»
په ورته وخت کې بیا د پوهنتون یو استاد حبیبالرحمان واکمل وایي، تر سیاسي بدلون راورسته ډېری خلک کمپیوټري لوحې ډیزانوي چې دې څه تر ډېره پورې د خطاطانو پر کارونو منفي اغیزې کړي دي.
هغه وايي الکترونيکي سيستم د خطاطانو او هنري کسانو پر کارونو منفي اغيزې کړي دي.
که څه هم کارپوهان د خطاطانو ستونزې د الکترونيکي برخې فعاله کيدل يادوي خو دسې ښکاري چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته د عامه پوهاوي او نورو برخو کې ليکونکي شعارونه له منځه تللي دي او طالبان په دې برخه کې تراوسه کومه طرحه نه لري.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد وایي، مخکې یې هم د خطاطانو سره مرستې کړې دي او له دې وروسته به هم په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړی وايي د ويجاړو شوو لوحو او هغو لوحو چې اصلاح کولو غواړي دوی به د يادو خطاطانو څخه ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت په دولتي غونډو او نور د عامه پوهاوي پروګرامونو کې به پر ديوالو او نورو ځايونو کې خطاطي کيدلې چې ورسره به د خطاطانو چارې ښه روانې وي.
