اطلاعات روز: د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند «چوڼۍ» سيمه کې يو څارنوال د نامالومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د طالبانو لپاره د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر قاري کرامت الله نن سهشنبه «۳ د کب» اطلاعات روز ته وويل، چې بېګاه شپه نامالومو وسله والو يو کس د مرکز اړوند چونۍ سيمه کې په يو ټوډي موټر کې ويشتلی دی.
هغه دا و نه ويل، چې وژل شوی کس څه دنده درلوده، خو په دې اړه يې د پلټنې د پيل خبره وکړه.
په همدې حال کې بيا يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د «اسماعېل» په نوم يو ځوان چې په تېر کې يې د څارنوال په حيث هم دنده ترسره کړې وه، د خپل کور له مخې په ډزو وژل شوی دی.
په سويل ختيځ زون کې وروستيو هدفي وژنو او غلاو د دې زون اوسېدونکي اندېښمن کړي او د طالبانو له امنيتي مسوولينو يې د مخنيوي غوښتنه کوي.
