اطلاعات روز: په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو طالب امنیتي مسوولین وايي، هغو ګاونډیانو او نورو وسله والو ډلو ته به اجازه ور نه کړي، چې په افغان خاوره تېری او یا یې هم د نیولو هڅه وکړي.
طالب مسوولینو دغه څرکندونې د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه د نظامي طالبانو د فراغت په مراسمو کې کړي او ویلي دياجازه نه ورکوي چې له افغان خاروې ګاونډیو هیوادونو او یا هم له هماغه ځایه افغان لوري ته نظامي ګواښ پېښ شي.
د یادې قول اردو طالب قومندان ایوب خالد د پاکستاني ځواکونو هغه ادعا هم رد کړه، چې له خوست خاورې پرې وسله والو کسانو برید کړی دی.
نوموړي په دې اړه وویل: «مونږ له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره ښیې اړیکې غواړو او تل مو دا هڅه کړې، چې زمونږ له خاورې ورته کوم زیان و نه رسیږي، ولې همدا شان له ګاونډیو هم غوښتنه کوو، تر څو له خپل اړخه زمونږ لوري ته ډېر پام وکړي، که کوم چا را باندې تجاوز کاوه، نو بیا چمتو یو، چې د خپلې خاورې د دفاع په موخه غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.»
نوموړي همدا راز د تازه فارغو طالب ځواکونو په اړه وویل، چې همدې ۲۳۶ سرتېرو ته یې په ښه ډول نظامي زده کړې ورکړې، چې د امنیت په ساتنه کې به مهم رول ولوبوي.
خالد وایي: «نن چې کوم ۲۳۶ کسان فارغ شول، دوی ته مونږ د وسلې استعمال، د نظامي موټرو د زده کړې او نورو برخو کې په ښه ډول زده کړې ورکړې، نو همدوی به د سویل ختیځ زون په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیت ساتنې په موخه په دندو وګمارل شي.»
د فارغت همدې مراسمو ته د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست مرستیال محمد فاضل مظلوم هم راغلی و، نوموړي په خپلو څرګندونو کې د یوې قوي، اسلامي او په خپلو پښو د ولاړې اردو د جوړېدو یادونه وکړه، هغه له ملکي وګړو سره د سرتېرو په ښه چلند ټینګار وکړ او وویل: «مونږ داسې اردو نه جوړو، چې د بل وسلې، تعلیم او خوړو ته محتاجه وي، جوړېدونکې اردو ته اسلامي، مسلکي او په خپلو پښو ولاړه وي، زه د اردو په ټولو سرتېرو غږ کوم، چې د نظام د تقویې لپاره باید له ولس سره ښه چلند وکړئ، خدای مه کړه، که ولس ناراضه شو، نو د دې نظام په ښه ډول مخکې وړل به ډېر ستونزمن شي.»
په همدې حال کې بیا فارغ سرتیري له ترسره کړو زده کړو خوښي څرګندوي او ډاډ ورکوي، چې په پوره توان به له خپلې خاورې او ولس ساتنه کوي.
په دې اړه یو تن فارغ شوي طالب سرتیري عمران خالد اطلاعات روز ته وویل: «دلته مونږ ته د مسلکي استادانو له لوري په ښه ډول زده کړې راکړل شوې، د غټو او کوچینو وسلو د استعمال او کارونې په برخه کې مو ښه روزنه ترسره کړه، نو مونږ خپل ولس ته ډاډ ورکوو، چې د پاکستان په ګډون هر څوک چې زمونږ خاورې ته په ټیټه سترګه وګوري، نو د خپل سر په بدل کې به ورسره جنګیږو.»
په هیواد کې د طالبانو د دفاع وزارت چارواکو څه موده وړاندې ویلي و، چې تر دې دمه یې څه باندې سل زره سرتیري د ملي اردو لیکو ته جذب کړي او ډېری یې له نظامي زده کړو وروسته خدمت ته هم وړاندې کړي دي.
