اطلاعات روز: د هلمند ولايت د طالبانو چارواکي وايي، د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د مخ پټو وسله والو کسانو له خوا دوه کسان په ډزو وژل شوي او يو بل ټپي دی.
د دې ولايت د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ راشد نن دوشنبه «۲ د کب» اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د یادې ولسوالۍ «تریخ ناور» سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په خبره نامعلومه وسله والو په يوه خونه کې په ناستو کسانو ډزې کړي او د يو تن ټپي کېدو ترڅنګ يې دوه نور په ډزو وژلي دي.
راشد وايي د پيښې د قربانيانو سره د هلمند ولايت د طالبانو د مرستيال والي لخوا د نغدو پیښو مرستې هم شوي دي.
دی وايي، والي د امنيتي مسولينو غوښتنه کړې ده چې د يادې پيښې پلټنه وکړي او هغه عاملين دې ونيسي.
په دې وروستيو کې په افغانستان کې د نامعلومه کسانو په دغه ډول حملو کې د خلکو مرګژوبله زياته شوې ده.
د تيرې يکشنبې په ورځ د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې هم د نامعلومه کسانوپه ډزو کې د تير حکومت يو افسر وژل شوی و.
