اطلاعات روز: د طالبانو د ګډوالو چارو وزير خليل الرحمن حقاني چې د هېواد سوېلي ولایتونو کې د چین مرستو وېش لپاره تللی، ارزګان ته تللی او هلته یې د خلکو د ستونزو د حل ژمنې کړې دي.
حقاني چې تيره ورځ (شنبه، د سلواغې په ۳۰مه) ارزګان ته ولاړ، د شاوخوا يو ميليون افغانيو په اندازه يې د اړمنو کورنيو سره د نغدو پيسو او خوراکي توکو مرستې وکړې.
هغه وايي يادې مرستې چې د چين هېواد په مالي لګښت ترسره شوي، راتلونکي کې هم پلان لري چې دغه ولايت ته خاصه پاملرنه وکړي او له اړمنو کورنيو سره ورته مرستې ترسره کړي.
ده وويل: «دغه مرستې چې د زرو کورنيو سره ترسره شوي، يو ميليون افغانۍ کيږي، دلته خلک سخت غريب دي موږ به په راتلونکي کې هم ارزګان ته پاملرنه کوو او نورې مرستې به هم وکړو.»
خليل الرحمن حقاني وايي، ارزګان د افغانستان يو له وروسته پاتې ولايتونو څخه دی او په دغه ولايت کې د خلکو شته ستونزې به تر مرکزې ادارې ورسوي.
نوموړي وويل، په ارزګان کې په روغتيايي، ښوونيزو، بیارغوني او ګڼو برخو کې خلکو ستونزې درلودې او په خبره يې چې دی هڅه کوي څو تر مسوولينو د خلکو يادې ستونزې ورسوي.
په ورته وخت کې هغه کسان چې د ګډوالو چارو د وزير لخوا ورسره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې شوي دي خوشحاله دي او د خپل غربت څخه شکايت کوي.
دغه کورنۍ وايي، د سیاسي بدلونونو او کار روزګار د نه شتون له امله يې د خوراکي توکو ترلاسه کولو ته لاسرسی سخت شوی دی او غوښتنه کوي چې ورسره په راتلونکي کې هم مرستې وشي.
خليل الرحمن حقاني د تيرو څو ورځو راهیسې جنوبي ولايتونو ته سفر پیل کړی او په بیلابیلو ولايتونو کې یې د چين هېواد مرستې پر خلکو ويشلي دي.
