اطلاعات روز: په ارزګان کې خلک وايي، د طالبانو د نظامي او ملکي خلکو د موټرو له تېز سرعت څخه تر پوزې راغلي دي او زياتوي چې په ښار کې د چټک سرعت موټرو تګ د انديښنې وړ دی.
د خلکو په وینا، په ښار کې موټرچلوونکي په ځانګړي توګه نظامي موټرچلوونکي په تېز سرعت سره تګ کوي چې له امله يې ډير وخت ترافيکي پيښې رامنځته کيږي.
د ارزګان دوو اوسيدونکو عبدالجليل او ذبیح الله په دې اړه اطلاعات روز ته وويل چې هره ورځ په ښار کې ترافيکي پيښې رامنځته کيږي او د خلکو د مرګژوبلې لامل ګرځي.
دوی د طالبانو له مسولينو غوښتنه کوي چې په ښار کې دې د ټولو هغو موټرچلوونکو سره قانوني چلند وکړي چې په تيز سرعت سره تګ کوي.
دوی وايي: «په ښار کې هره ورځ ترافيکي پيښې رامنځته کيږي که ورته وکتل شي ډير موټر د نظاميانو وي، په ډير تيز سرعت سره روان وي، حکومت باید دغه چاره کنټرول کړي او هغه کسان چې په موټرو تيز تګ کوي باید ویې نيسي ځکه ښار د ټولو خلکو کور دی، دلته ماشومان او ښځې هم شته هره ورځ د دغو پيښو قربانيان همدغه غريبان خلک وي.»
په ارزګان کې يو تن مدني فعال حاجي شفيع الله رحيمي هم په ښار کې د ترافيکي پيښو زياتيدو ته سخته انديښمن دي او په خبره يې چې که حالت دغه ډول دوام وکړي د ترافيکي پيښو شميره به زياته لوړه شي.
نوموړي وويل په ښار کې هم د طالبانو نظامي او هم ملکي کسان په تيز سرعت سره په موټرو تګ کوي او د ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو لامل ګرځي.
په ورته وخت کې د ارزګان مسولين وايي دوی په دې برخه کې پوره هڅه کوي ترڅو هغه کسان چې د ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو لامل ګرځي ورسره قانوني چلند وکړي.
د ارزګان ولايت د امنيه قومندانۍ د طالبانو وياند اغاولي قريشي په دې اړه کليد ته وويل چې په ښار کې به د تيز سرعت موټرو مخه په کلکه ونيسي.
هغه وايي که نظامي او يا هم ملکي کسان وي چې په ښار کې په تيز سرعت سره په موټرو تګ کوي دوی به ورسره قانوني چلند کوي.
دی وايي: «موږ مخکې هم خبر موټرچلوونکو ته ورکړی دی، که څوک موټر په بې احتياطۍ چلوي سخت چلند به زموږ لخوا ورسره وشي اوس هم زموږ د ترافيکو مدير پلان لري چې په ښار کې ټول هغه موټر چلونکي ونيسي چې ترافيکي قوانين تر پښو لاندې کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو مياشتو کې د هېواد له ډيرو ولايتونو څخه د ترافيکي پيښو د رامنځته کيدو راپورونه خپريږي چې لامل يې د موټرچلوونکو بې احتياطي او په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ياده شوې ده.
