د غصب شویو ځمکو بیا راګرځونه؛ خوست کې لسګونه جریبه ځمکه بیرته راګرځول شوې

خبریال: حبیب الله سراب

د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې او ورباندې په ناقانونه ډول ودانۍ جوړې شوې دي، چې اوس یې طالبانو د بیرته راګرځولو هڅې پیل کړي دي. د دې ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، د ښار اوړند هغه ځمکې یې له زورواکو او غاصبینو را ګرځولې دي، چې په ناقانونه ډول یې ورباندې ودانۍ جوړې کړې وې.

د دوی په وینا په دولتي ځمکو باندې د ډیری جوړو شویو ودانیو عواید د دولت پر ځای شخصي جیبونو ته ورتلل، چې اوس یې مخه نیول شوې ده.

د خوست ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال قاري بسم الله اطلاعات روز ته وویل، چې د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو په موخه یې ځانګړی لېست چمتو کړی، تر څو په مسلسل ډول ټولې هغه ځمکې را وګرځوي، چې په تېر نظام کې د فساد او اړیکو پر اساس ورباندې د شخصي افرادو له لوري ودانۍ جوړې شوې وې.

د بسم الله په خبره چې د خوست ښار په منځ کې د سټي سنټر په نوم پراخه دولتي ځای د پخواني نظام د یو چارواکي له لوري غصب شوی و، چې اوس ترې بیرته راګرځول شوی دی.

نوموړي په دې اړه وویل: «مونږ په تېرو شپږو میاشتو کې د هغو دولتي ځمکو د بیرته راګرځولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي، چې د زورواکو، د تېر نظام سیاسیونو، وکیلانو او نورو چارواکو په ناقانونه ډول نیولي و او ورباندې یې ودانۍ او مارکېټونه جوړ کړي و، مونږ د هغو ځمکو لېست برابر کړی، چې دولتي دي او د خلکو له لوري غصب شوې دي.»

په دولتي ځمکو باندې د ډیری جوړو شویو ودانیو عواید د دولت پر ځای شخصي جیبونو ته ورتلل، چې اوس یې مخه نیول شوې ده.

ښاروال زیاته کړه، چې د هغو دولتي ځایونو د څارنې لپاره یو ګډ پلاوی ټاکلی، چې په قرار داد ورکړل شوی دی.

هغه وايي، هڅه کوي، چې د ټولو هغو عایداتي سرچینو بررسي وکړي، کوم چې د دولت خزاني ته ترې کلني عواید راځي.

بسم الله وویل: «مونږ د هغو پارکونو، د تېلو پمپونو او نورو ځایونو چې د کلونو لپاره په قرار داد ورکړل شوي دي، د هغوی د پلټنې په موخه مو یو ګډ پلاوی چمتو کړی، تر څو په دې کې د فساد مخه ونیول شي او د خوست ښاروالۍ عواید زیات او شفافیت رامنځته شي.»

د خوست ولایت اوسېدونکي هم د ښاروالۍ له خوا د غصب شویو ځمکو په بیرته راګرځونې خوښ دي. دوی وايي، په مرکز کې ډیری داسې دولتي ځایونه و، چې زورواکو به له خلکو عواید اخیستل او خپلو جیبونو ته به یې اچول.

د خوست ولایت اوسېدونکي هم د ښاروالۍ له خوا د غصب شویو ځمکو په بیرته راګرځونې خوښ دي.

د مرکز اړوند متون مېنې اوسېدونکی نور جمال اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې ځینو وکیلانو او دولتي چارواکو په هغو ځمکو باندې ودانۍ جوړې کړې، چې د ښاروالۍ لخوا د شنو ساحو لپاره ځانګړې شوې وي.

د نوموړي په وینا په تېر نظام کې ښاروالۍ ریاست د دې توان نه درلوده، چې د یادو زورواکو پوښتنه وکړي او یا یې هم مخه نیولی وای.

جمال په دې اړه وویل: «مونږ اوس د ښاروالۍ له کارونو ډېر خوښ یو، ځکه دلته په متون مېنه کې ګڼې ودانۍ د دولتي ځمکو پر سر جوړې شوې او په دې کې د ډیری وکیلانو، زورواکو او دولتي چارواکو دي، پخوا د ښاروالۍ مسوولینو په دوی زور نه رسېده، چې د دې ناقانونه کړنو مخه دې یې نیولې وای، اوس د خدای فضل دی، چې د بیرته راګرځولو لړۍ یې پیل شوې.»

د نوموړي په وینا په تېر نظام کې ښاروالۍ ریاست د دې توان نه درلوده، چې د یادو زورواکو پوښتنه وکړي او یا یې هم مخه نیولی وای.

په خوست ښار کې د فامیلو اوسېدونکی حاجي سیدولي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې زور واکو په تېرو دوو لسیزو کې ډیری هغه ځمکې عصب کړې، چې د دولت لپاره د عوایدو ښه سرچینه بلل کېده، د نوموړي په وینا په ښار کې هغه سیمې هم عصب شوې، چې ښاروالۍ د شنو ساحو لپاره ځانګړې کړې وې.

هغه وايي: «په تېر نظام کې زور واکو نه یوازې دا چې له دولت څخه به یې غلاوې کولې، بلکې هغه سیمې او مهمې ځمکې یې هم لاندې کړې، چې د ښاروالۍ او په ټوله کې د دولت لپاره د عوایدو ښه سرچینه بلل کېده، په شنو ساحو کې یې کورونه جوړل کړل او یا یې هم په همدې ځایونو کې د خپل تجارت لپاره ودانۍ جوړې کړې.»

خوست د هیواد له ګڼ نفوسه ولایتونو کې ګڼل کیږي، د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې چې په دې ولایت کې د وخت زور واکو، وکیلانو، قومي مشرانو او د تېر نظام لوړ پوړو چارواکو په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا «۴۰۰۰۰ » څلویښت زره جریبه دولتي ځمکه غصب کړې، چې اوس یې د طالبانو له خوا د بیرته راګرځولو هڅې روانې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه