اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هلمند ته تللی او هلته یې پر۴۰۰۰ کورنیو د چین هېواد د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
حقاني پر خپل دغه سفر کې هلمند ولایت د بیځایه شویو کورنیو کوربه یاد کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې یاد ولایت ته به خاصه پاملرنه کوي.
خلیل الرحمن حقاني وایي دغه ولایت ته یې د سفر موخه د دې ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د ریاست څخه لیدنه او دې ولایت کې د چین هیواد د مرستو د وېش د لړۍ پیلول دي.
د طالبانو د کډوالو چارو دغه وزیر ویلي د مرستو رسونې په هدف به د مرکز لښګرکاه او ولسوالیو کې د اړمنو خلکو سروې پیل کړي.
هغه وایي هغه کسان چې د مرستو په رسولو کې فساد کوي عدلي اوقضایي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.
دی وایي د بیځایه شوو کورنیو د ماشومانو د روغتیا او زده کړې په برخه کې به هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
خلیل الرحمن حقاني وویل: «موږ د موسساتو او خیریه بنسټونو په همکارۍ د هلمند ولایت په ټولو سیمو کي د بې وزله داخلي بیځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو شفافه سروې پیل کړې ده د اړمنو کورنیو سره به مرسته وسي او هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپارل سي چې سروې د اړیکو او رابطو پر اساس کوي.»
ورته وخت کې په هلمند کې د طالبانو والي مولوي طالب هم په دغه ولایت کې اړمنو کورنیو ته د مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی او غوښتنه یې کړې چې مرستندویه ارګانونه دې بیوزلو کورنیو لا ډیرې مرستې ورسوي.
هغه هم د مرستو پر شفافیت ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې ده چې مرستې دې مستحقو کسانو ته ورسول شي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر تیره ورځ نیمروز ولایت ته هم سفر کړې و او هلته یې هم پر اړمنو کورنیو د مرستو د ویش لړۍ پیل کړې وه.
