اطلاعات روز: زابل ولايت کې د حيدر په نوم د هغه شپږ کلن ماشوم د ژغورنې هڅې کېږي دوه ورځې وړاندې د همدې ولايت مرکز قلات يوې لېرې پرتې سیمې جلدک کې ژورې څاه ته ورلوېدلی دی.
د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت وياړ نن (پنج شنبه، د سلواغې په ۲۸مه) اطلاعات روز ته وويل ، د ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي. هغه زیاته کړه چې د دې ماشوم روغتيايي حالت ښه دی، اکسیجن او خوراکي توکې ور ښکته کړل شوي دي.
هغه وايي د زابل ولايتي چارواکي هم په سيمه کې دي او د ماشوم د ژغورلو هڅې له نږدې څاري.
وياړ دغه راز وایي، د دغه ۳۵ متره ژورې څاه په ۱۷ مترۍ کې ماشوم بند پاتې دی او د کوهي په څنګ کې ۱۵ متره تونل کيندل شوی خو په خبره يې چې هلته يوه ډبره مخې ته راغلې او د دوی هڅې يې د خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د وياړ په خبره روغتيايي کارکوونکي هم په سيمه کې د چمتووالي په حال کې دي او هيلې شته چې په کوهي کې بند ماشوم به ژغورل کيږي.
ده وويل چې يو کس څاه ته د ورکښته کيدو هڅه هم کړې ده خو هڅه يې ناکامه شوې ده.
دی وايي: «تر ډيره بريده پورې هڅه شوې ده. ۳ ځمکه کېندونکي موټر ورباندې کار کوي يو تونل اخير اندازه ۱۵ متره لاندې تللی دی. ماښام زموږ سره يو کس تللی و، هغه غوښتل چې ورکښته شي خو ونه توانيده. د ولايت په استازيتوب والي صاحب په ساحه کې دی روغتيايي کارکوونکي هم هلته دي تر ډيره پوري هڅې کيږي چې ماشوم وژغول شي تر نن پنجشنبې تر سهار پورې د ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.»
هلته په سيمه کې يو ځايي خبريال هم د يادې موضوع په اړه غږېدلی او زياتوي چې لا هم ماشوم په کوهي کې بند پاتې دی او روغتيايي وضيعت يې د ډاډ وړ دی.
هغه وايي د ځمکې د کيندنې پروسه روانه ده ترڅو بند پاتې ماشوم وژغورل شي.
دی وايي: «د ماشوم روغتيايي حالت ښه دی تراوسه هم د ځمکې د کيندنې هڅې روانې دي، ترڅو د دغه ماشوم ژوند وژغورل شي. هلته يوه ډبره په مخ کې راغلې ده، ستونزې يې پیداکړي دي.»
په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانې کې ښکاري چې د ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي او د څاه پر لور ژوره کنده ايستل کېږي.
د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو پر دغه پیښه خواشيني ښودلې ده او د الله ج څخه يې د دغه بند پاتې ماشوم د ژغورنې خواست کړی دی.
تر دې مخکې بیا په هلمند کې دغه ډول يوې څاه ته ماشوم لويدلی و، خو د څاه څخه د را ايستلو وروسته يې ژوند د لاسه ورکړی و.
څو ورځې وړاندې بیا په مراکش کې هم دې ته ورته يوه پېښه کې پنځه کلن ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی و چې له څلورو ورځو ژغورنې هڅو وروسته مړ را وايستل شو.
تر ډيره خلک غوښتنه کوي چې د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې دې د دغه ډول څاګانو خولې بندې شي ترڅو د نورو دغه ډول پيښو مخه ونيول شي.
