اطلاعات روز: د رییسالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر تورخم ته په خپل سفر کې، هلته د ترانزیټ او د مساپرو د تګ راتګ او په نورو ستونزو خبرې کړې دي.
ملي راډیو ټلوېزیون پر خپلې فیسبوکپاڼې د ښاغلي برادر د دې سفر په اړه ویلي او زیاته کړې یې ده چې نوموړي هلته د ځینو ټولګټو پروژو پرانېسته هم کړې ده.
د خبر له مخې نوموړي د مساپرو او په ځانګړي ډول د ښځینهوو لپاره د اوداسه، لمانځه او دمې په موخه د جوړو شویو ځایونو پرانیستنه کړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
د ملا عبدالغني برادر دغه سفر پرون (سهشنبه، د سلواغې په ۲۶مه) داسې مهال شوی چې دغلته مساپر له مودو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د تورخم له دروازې پښتونخوا او بېرته دېخوا ته تګ راتګ کې ستونزې، ټرانزیټ برخه کې د موټرچلوونکو او سوداګرو سرګرداني او ځینې نورې هغه ستونزې دي چې تېر نظام او اوسني نظام یې د اوارېدو هیلې ورکړي خو لا هم پر خپل ځاي دي.
پاکستان ته د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د څه موده مخکې سفر یوه موضوع هم تورخم او بولدک – چمن دروازو کې اوښتوونکو را اوښتونکو ته د سهولتونو برابرول ول، خو له هغې وروسته هم خلک په کړاوونو کې دي.
مګر دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت یو لوړپوړی چارواکی د همدې ستونزو هواري لپاره په خپله تورخم ته ورځي.
