سپینه ماڼۍ: محکمه د افغانستان مرکزي بانک پانګې په اړه پرېکړه کوي

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند جن ساکي ویلي چې د غرامت په توګه د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو کورنیو لپاره د افغانستان مرکزي بانک پانګې ځانګړي کول، د محکمې حکم پورې اړه لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اجرایوي فرمان له مخې د افغانستان مرکزي بانک ذخیرو له اووه میلیارده ډالرو چې په هغې هېواد کې ساتل کېږي او د طالبانو له راتګ وروسته بندې شوې، ۳.۵ میلیارده یې د سپټمبر یوولسمې پېښې قربانیانو کورنیو لپاره د غرامت په توګه ځانګړې کېږي.

دغه راز د دې فرمان له مخې د دې بانک له ذخیرو نیم نور یې د افغانستان خلکو سره د مرستې په توګه یو خوندي صندوق ته لېږدول کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند تېره ورځ (سه‌شنبه، د سلواغې په ۲۶مه) یوې خبري ناسته کې د دې فرمان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې دا د لړۍ یوه مرحله ده. هغه ټینګار کړی، تر هغې چې محکمه کوم حکم صادره نه کړي، دا پېسې په هېڅ دلیل د انتقال نه دي.

اغلې ساکي زیاته کړې چې هغه کار چې ولسمشر کړی، دا دی چې اجازه ورکوي چې امریکا کې شته د افغانستان مرکزي بانک د سرمایې یوه برخه د افغانستان خلکو په ګټه وکارول شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند دغه راز ویلي چې له ترورېزمه د متحده ایالاتو قربانیان له هغې ډلې یې خپلوان چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې یې ځانونه له لاسه ورکړل، د طالبانو پر ضد ځينې ادعاوې مطرح کړې.

د هغه په وینا له ۳.۵ میلیارد ډالرو پانګه متحده ایالاتو کې پاتې او د روانې دعوې اړوند دي.

هغه ویلي: «اما هغه څه چې زه فکر کوم چې خلکو ته مهم دي څو پوه شي، دا دي چې هغه [بایډن] دا فعالانه ګام د اجرایي فرمان لاسلیک لپاره د افغانستان وګړو ته د دې بودجې یوې برخې تامین کې هڅه وکړه.»

اغلې ساکي زیاته کړه چې د هغې په باور د بودجې نیمه نوره برخه د محکمې حکم ته په انتظار ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه