اطلاعات روز: په خوست ولایت کې د لرې پرتې قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو له روغتیايي مسوولینو غوښتنه کوي، چې په موسی خېلو ولسوالۍ کې دې د دوی روغتیايي مرکز بیرته قلندر ولسوالۍ ته را انتقال شي.
د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د لارې خرابوالي او په دې برخه کې د ځینو نورو ستونزو له امله نه شي کولی، چې پر وخت خپل ناروغان یاد روغتیايي مرکز ته ورسوي. د دوی په وینا چې په تېر حکومت کې یې هم له اړونده ادارو غوښتنه کړې وه، چې روغتیايي خدمات دې ورته په خپله ولسوالۍ کې وړاندې شي، ولې له ژمنې سره سم بیا هم دا کار ترسره نه شو.
د یادې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نور جمال اطلاعات روز ته وویل، د ولسوالۍ کلینیک یې په موسی خېلو ولسوالۍ کې فعالیت کوي، چې د هغه په خبره دوی نه شي کولی، خپل ناروغان پر وخت د درملنې لپاره اړونده روغتیايي مرکز ته انتقال کړي، نوموړي د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې اړتیا ته په کتو باید دغه کلینیک له موسی خېلو قلندر ولسوالۍ ته ولېږدوي.
هغه وویل: «مونږ دغه غوښتنه په تېر حکومت کې هم له ولایتي چارواکو کړې وه، خو د ځینو ستونزو له امله کلینیک را انتقال نه شو، نو اوس په طالبانو دا غږ کوو، چې له موسی خېلو ولسوالۍ د قلندر کلینیک بیرته خپلې ولسوالۍ ته را انتقال کړي، تر څو خلک وکولی شي، چې په اسانۍ سره خپل ناروغان د درملنې لپاره ور وړي.»
د قلندر ولسوالۍ قومي مشر سالم اغا بیا وايي، د امنیت په برخه کې هغه ستونزه چې د ولسوالۍ مقام او کلینیک د انتقال په برخه کې موجوده وه، اوس حل شوې، نو په کار دی، چې له ټولو امکاناتو سره یو ځای اداري او روغتیايي خدمتونه خپله په قلندر ولسوالۍ کې خلکو ته وړاندې شي.
د اغا په خبره، چې دوی د ولسوالۍ مقام او روغتیايي مرکز د نشتون له امله له ډیری امتیازاتو هم بې برخې دي.
نوموړي وویل: «د تېر حکومت والیانو ته مو هم په هماغه وخت کې دا یاده کړې وه او ترې مو غوښتنه کړې وه، چې باید هم د ولسوالۍ مقام او هم کلینیک قلندر ولسوالۍ ته را انتقال شي، خو مسوولینو بیا امنیتي ستونزې یو لامل باله، ولې اوس خو امنیت تامین شوی، نو پکار دی، چې یادې دواړه غوښتنې ومنل شي او په قلندر کې روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شي.»
په همدې حال کې بیاپه خوست کې د طالبانو لپاره د اطلاعاتو اوکلتور رييس شبيراحمد عثماني هم د قلندر ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنه پر ځای بولي او ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به دغې ولسوالۍ ته کلینیک ولېږدول شي.
د نوموړي په وینا چې د طالبانو د روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د قلندر په ګډون په خوست کې ټولو هغو سیمو او ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه فعال کړي، چې ورته اړتیا لیدل کیږي.
عثماني په دې اړه وویل: «مونږ د قلندر ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنه پر ځای ګڼو او هڅه کوو، چې روغتیا ریاست ته قناعت ورکړو، تر څو د موسی خېلو پر ځای خپله په قلندر ولسوالۍ کې روغتیايي مرکز فعاله شي، نو د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت هم دا کوشش کوي، چې ټولو لرې پرتو سيمو ته روغتيايي خدمتونو پراخ کړي، هغه سيمې چې پخوا به کلينيکونه په يوه او بله سيمه کې کې و هغه به انشاالله ډېر زر خپلو سيمو ته انتقال شي.»
د خوست ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د اداري چارو لپاره هیڅ ودانۍ شتون نه لري، خو په تېر نظام کې به دغه چارې له موسی خېلو او یا هم د خوست په مرکز کې ترسره کېدې، دا ولسوالۍ د خوست له ښاره په ۳۰ کیلومټرۍ کې پرته دی، ځايي خلک یې تر ډېره په کرکېله بوخت دي.
