اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې اوس هم غیر راجستر سیمکارتونه په پټه او په ښکاره پلورل کېږي، چې دې چارې عام خلک اندېښمن کړي او له طالبانو غواړي، چې مخنیوی یې وکړي.
د خلکو په خبره که څه هم د مخابراتو وزارت د غیر راجستر سیمکارتونو پلورل منع کړي، خو لا هم د جلال اباد ښار په ډیری برخو کې د یو شمیر خصوصي مخابراتي شبکو سیمکارتونه په ازاد ډول پلورل کیږي.
د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي محمد فهیم اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې ناراجستر شوي سیمکارتونه د خلکو د زورولو، تهدید او ان په ځینو مواردو کې د اختطاف لپاره هم کارول کیږي.
محمد فهیم زیاتوي: «زه د ننګرهار د یو اوسیدونکي په توګه د دغه ناثبت سیمکارتونو د بندیدو غوښتنه کوم، ډیر کله په کورنیو کې تر تاوتریخوالی هم پیدا کیږي او همدارنګه زیاتره خلک له همدې لارې ځینې سرمایداره خلک ګواښي او تحدید ورته جوړوي، غوښتنه کوو چې باید دا ډول نا راجستر شوي سیمکارټونه باید بند شي او جریمه دې پرې ولګول شي، ځلک خلک یې اندیښمن کړي دي.»
عام وګړي د طالبانو له حکومت غواړي چې د ناثبت شویو سیمکارټونو مخنیوي وکړي او په دې برخه کې دې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي شاه محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تمه لري چې د سیمکارتونو په راجستر سره به تر ډیره د جنایي او نور ترهګریزو پېښو مخنیوی وشي.
د نوموړي په خبره ډیر کله د غیر راجستر سیمکارتونو له لوري زورول کیږي، ګواښل کیږي او ان په ځينو مواردو کې غیراخلاقي خبرې ورته کیږي.
شاه محمد زیاته کړه: «مونږ ته ډیر کله د غیرې راجستر سیمکارتونو له لوري ګواښونه هم شوي او ډیر کله په مختلفو لارو زورول شوي هم یو، نو غوښتنه کوو چې دا ډول سیمکارټونه دې ټول راجیستر شي ترڅو په ټولنه کې شته ستونزې حل شي او همدارنګه د سیمکارټ په ثبت سره جنایي پېښو مخنیوی هم کیږي.»
په ورته مهال د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره اوونۍ د کابینې په غونډه کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د سیمکارتونو د ثبت او بایومتریک طرحه تایید کړه.
نوموړی وایي، په ناسته کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره په همکارۍ، یو طرحه چمتو کړي، چې له مخې یې، د سیمکارتونو ثبت او راجستر په تدریجي توګه پيل شي.
عنایت الله الکوزي زیاته کړه:«د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت له دې وړاندې هم په دې هڅه کې و، چې غیرې راجستر سیمکارټونه ثبت کړي او په دې برخه کې جدي کار هم روان و، چې د دې طرحې په عملي کیدو سره به تر ډیره دجنایي جرمونو مخنیوی هم وشي او همدارنګه خلکو ته به اسانتیاوې هم برابرې شې.»
د نظر خاوندان ټینګار کوي چې حکومت باید له هرې ممکنې لارې د غیر قانوني سیمکارټونو د خرڅلاو او کارولو مخه ونیسي تر څو په ناسمو او غیر قانوني کړنو کې ورڅخه استفاده ونه شي.
