جلال‌اباد ښار کې د زینتي کبانو پیر او پلور زیات شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته په دې وروستیو کې د زینتي کبانو پلورونکو مخه کړې او د دې ښار په بیلابیلو واټونو کې د دغه کبانو پلورونکي تر سترګو کیږي. پلورونکي یې تر ډیره دغه چاره په کراچیو ترسره کوي.

فواد یو له دغه کب پلورونکو څخه دی. نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه کبان له ایران کابل ته او له هغه ځایه بیا ننګرهار او نورو ولایتونو ته انتقالوي او بیا یې دلته پر خلکو پلوري.

فواد زیاتوي: «مونږ دغه زینتي کبان له ایران کابل ته راوړو او بیا یې له هغه ځایه ننګرهار او نورو ولایتونو ته وړو او په دې وروستیو کې یې جلال اباد ښار کې اخیستوونکي هم زیات شوي او ورځ تر بلې مخ په ډیریدو دي، دا کبان مونږ د ښار په مختلفو ځایونو کې په کراچیو کې ګرځوو او بیا یې راڅخه خلک اخلي زیاتره اخیستونکي یې د کبانو شوقیان دي.»

نوموړی همداراز وایي، د زینتي کبانو دغه پلورونکي وایي، کار روزګار یې ښه پر مخ ځي او زیاتره اخیستونکي یې د ټولنې ځوانان دي. د هغه په خبره د هر کب بیه له ۳۰۰ افغانیو نیولې ان ۵۰۰ سوه افغانیو پورې ده.

فواد زیاته کړه: «اخیستونکي یې هره ورځ زیاتیږي او د هر کب بیه هم له ۵۰ افغانیو نیولې بیا تر ۳۰۰ سوه افغانیو پورې ده، اخیستونکي یې هم زیات دي او هڅه دا کوو چې خپل کاروبار نورو لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوو، ځکه د دغه ډول کبانو مینوال ډیر شوي دي.»

د جلال اباد ښار هټیوالو هم دغه زینتي کبان پیرلي او د ساعتیري لپاره یې په شیشو کې بند کړي او له ځانه سره یې ساتلي دي.

د دوی په خبره نه یوازې دغه کبانو دوی ته ذهني سکون وربخښي بلکې د زیاتر مشتریانو پام هم یې هم ځانه اړولی دی.

نور محمد یو له هغه هټیوالو څخه دی چې دغه زینتي کبان یې اخیستي دي.

نوموړی د کرنې ریاست غوښتنه کوي چې د نور کبانو د روزلو تر څنګ دې د زینتي کبانو روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

نورمحمد زیاته کړه: «مونږ چې له کومې ورځې راهیسې دا کبان اخیستي په دوکان کې ورته ښه برابر ځای جوړ کړی او زمونږ ذهني ارمتیا هم زیاته شوې او ورسره زمونږ اخیستوونکي هم زیات شوي، ځکه په دې سره د مشتریانو پام راوړي او مونږ ته ذهني ارامتیا راکوي هیله مو دا ده چې دلته په ننګرهار کې هم د زینتي کبانو د روزلو په برخه کې پاملرنه ډیره کړي.»

د کرنې ریاست طالب مسولین بیا وایي، ننګرهار په هيواد کې يو له هغه ولايتونو څخه دی چې د زینتي کبان ترڅنګ په کې په دې وروستيو کې د غوښينو کبانو د روزنې فارمونه هم ډير جوړ شوي دي.

باورونه دا دي که حکومت د زینتي کبانو توليد ته کار وکړي له يوې خوا به افغانستان په دې برخه کې په ځان بسيا شي او له بلې خوا به په دې کاروبار کې يو شمير بې روزګارو وګړو ته د کار زمينه برابره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه