پکتيکا کې د طالبانو مرستيال والي: زندان به په‌‌ زده‌کړیز مرکز بدلوو

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د طالبانو مرستيال والي محب الله حماس ويلي، چې د دغه ولايت په زندان کې به بنديانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمينه برابروي.

نوموړي دغه څرګندونې د پکتيکا ولايت په مرکزي زندان کې د زندانيانو سره په ليدنه کې کړې او زياته کړې يې ده، چې د ټولو زندانيانو ستونزو ته به رسېدنه کيږي.

هغه وويل: «مونږ دلته چې نن د پکتيکا له زندان څخه ليدنه وکړه، هدف مو د بنديانو ستونزو ته رسېدنه ده او دا پلان لرو، چې د ستونزو هواري ترڅنګ دغه زندان په زده کړيز مرکز بدل کړو، بنديانو ته د حرفوي، ديني او عصري زده کړو زمينه برابره کړو.»

يوه ستونزه چې په تېر نظام کې هم موجوده وه او بنديانو ترې شکايت کاوه، د هغوی د دوسيو پر وخت نه څېړل و، د طالبانو د والي مرستيال له بنديانو سره په مخامخ ناسته کې ډاډ ورکړ، چې له ځنډ پرته به د ټولو زندانيانو دوسيې څېړل کيږي او هم به يې په زندان کې شته ستونزو ته رسېدنه وشي.

حماس وايي: «کومه ستونزه چې تاسو د دوسيو د پر وخت نه څېړلو په اړه وکړه، زه درته ډاډ درکوم، چې ستاسو دوسيې به نه يوازې دا چې پر وخت به څېړل کيږي، بلکې دلته چې اوس مهال کومې ستونزې لرئ، هغوی ته به هم رسېدنه کيږي او هوارو به يې.»

په همدې حال کې بيا پکتيکا ته په سفر کې د طالبانو د زندانونو عمومي مشر محمد خان مفتون چې د يو پلاوي په مشرۍ د پکتيکا له زندان څخه د ليدنې په موخه راغلی و، له اړونده مسوولينو يې له زندانيانو سره په ښه چلند ټينګار وکړ او وويل، چې انساني حقونو ته په درناوي بايد د بنديانو د خوړو او نورو اړتياوو برخه کې ناغېړي و نه شي.

مفتون په دې اړه وويل: «زه پکتيکا ولايت ته چې راغلی يم، يواځنۍ موخه مې ستاسو د بنديانو ستونزې اورېدل او ورته د حل لارې لټول دي، تاسو دې ډاډه اوسئ چې کوم حقوق بنديانو ته په اسلام کې ورکړل شوي، هماغه به درته برابريږي او زه په مسوولينو هم غږ کوم، چې له تاسو سره ښه چلند وکړي.»

د پکتيکا په مرکزي زندان کې زندانيانو هم د دوسيو پر وخت نه څېړلو برخه کې شته ستونزې له اړونده مسوولينو سره شريکې کړې او د حل غوښتنه يې ترې وکړه.

يو تن بندي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، وويل، چې د دوی دوسيې پر وخت نه څېړل کيږي.

هغه وويل: «نور هر څه دلته په زندان کې مناسب دي، خو يوه ستونزه چې موجوده ده، د دوسيو پر وخت نه څېړل دي، مونږ دا غوښتنه کوو، چې په دغه برخه کې زمونږ ستونزو ته رسيده ګي وشي.»

اوس مهال د پکتيکا په مرکزي زندان کې د نظام له سقوط وروسته ۱۵ تنه چې ټول يې نارينه دي او د طالبانو له خوا په بېلابېلو جرمونو نيول شوي، د بند شپې او ورځې تېروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه