اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې د مرکز ګردېز ښار د درمل پلورونکو له لوري د اعتراض په ډول تړل شوی.
په ګردېز ښار کې يو تن درمل پلورونکي او ډاکټر امير ابراهيم خېل نن (یکشنبه، د سلواغې په ۱۷مه) اطلاعات روز ته وويل، چې دوی په دې موخه د ګردېز ښار د اعتراض په ډول تړلی چې ښاروالۍ يې بې قيد او شرط دوکانونه تړي او تېرې ښارګوټي ته يې انتقالوي.
د هغه په وينا چې درمل پلورونکو په خپلو دوکانونو سرمايه ګزاري کړې او په انتقال سره د دې توان نه لري، چې د بياځلي لپاره دې تاوان ته غاړه کېږدي.
هغه وويل: «مونږ چې اوس مهال په ښار کې دواخانې جوړې کړې، په دې مو مصارف کړي او که انتقال شو، دا تضمين هم نشته، چې هلته به مونږ په کوم ډول ځای کې ځای پر ځای کيږو، نو ايا هلته به زمونږ کارو بار څنګه وي، نو دغه صلاحيت د ښاروالۍ نه دی، مونږ ځانته د روغتيا وزارت او رياست لرو.»
په همدې حال کې بيا د ګردېز ښاروالۍ مسوولين د درمل پلورونکو پيل شوی اعتراض په حق نه بولي او وايي، دوی دا کار د ښار د نظم په موخه کوي، د ښاروالۍ رياست د خصوصي سکتور عمومي مدير اميدګل صابري اطلاعات روز ته وويل، چې دوی په تېرې ښارګوټي کې درملتونونو ته ځانګړی مارکېټ برابر کړی او د هغه په خبره چې تر شپږو مياشتو پورې يې ورته کرايه هم معاف کړې ده.
نوموړي د درمل پلورونکو دا ادعا چې انتقال يې د ښاروالۍ رياست مسووليت نه دی، ردوي او وايي، ښاروالۍ صلاحيت لري، چې د ښاري نظم لپاره د تقسيم بندي کار مخ ته يوسي.
صابري وويل: «مونږ څو ځله درمل پلورونکو ته دعوت ورکړ، چې راشي او په انتقال مشوره وکړو، خو هغوی زمونږ دعوت ته تل منفي ځواب را کاوه او دا به يې ويل، چې زمونږ انتقال ستاسو کار نه دی، نو بيا مونږ د دوی ځينې دواخانې مهرلاک کړې، مونږ د ښاري نظم لپاره دا کار کوو، هلته چې دوی انتقالوو، نو هدف مو دا دی، چې ښار پراخه شي او د بې نظميو مخه ونيول شي.»
د ښاري نظم په موخه ګردېز ښاروالۍ له دې وړاندې سبزي خرڅوونکي، موټر سائيکل خرڅوونکي، قصابان او ځينې نور هټۍ وال ځانګړو مارکېټونو ته انتقال کړي، چې دې چارې تر ډېره د بې نظميو مخه هم نیولې ده.
