اطلاعات روز: د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د مرستو په دوام KRO موسسې لهخوا او WFP په مالي ملاتړ په څه باندې ۸۰۰۰ اړمنو کورنیو ۴۸ مېلیونه او ۸ سوه زره افغانیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې چې هرې کورنۍ ته به ۶۱۰۰ افغانۍ ورکول کیږي.
د دې مرستو د وېش پر مهال د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس انجنیر حبیب الله دیندوست اطلاعات روز ته وویل، یادې مرستې د کندهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د KRO موسسې او د WFP په مالي ملاتړ د هلمند په مرکز او ښار ته نزدې سیمو کې ۸۰۰۰ بیوزلو او اړمنو کورنیو باندې ویشل کیږي.
هغه وویل له څه مودې یې د ویش لړۍ راپیل کړې چې تردا مهاله یې ۲۵۱۸ کورنیو ته یادې مرستې رسولي دي.
نوموړی وایي، د یادو کورنیو سروې په شفافه توګه ترسره شوې او ټولې مستحقې کورنۍ په نښه شوې دي.
دین دوست وایي په راتلونکي کې هم دوی ورته مرستې پر ۵۰۰۰ کورنیو په موسی کلا ولسوالۍ کې ویشي.
په ورته وخت کې مرسته اخیستونکي د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګندوي او وایي چې اقتصادي حالت یې زیات خراب دی.
دا لومړی ځل نه دی په دغه ولایت کې د ۸۰۰۰ بیوزلو او غریبو کورنیو سره د نغدي پیسو مرسته ترسره کیږې، تر دې وړاندې هم د یو لړ موسسو لخوا په زرګونو کورنیو سره د نغدي پیسو ترڅنګ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.
