ننګرهار کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

اطلاعات روز: ننګرهار کې یو وار بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي، چې له ځینې ورځې له اخیستل شویو لسګونو سمپلونو نږدې نیمایي یې مثبتې وي. وړمه ورځ د همدې ناروغۍ له امله یو تن خپل ژوند هم له لاسه ورکړی و.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له لسو ورځو راهیسې په دې ولایت کې د کرونا څپه مخ په پراخېدو ده. نوموړی دغه حالت د اندېښنې وړ ګني.

ډاکتر عادل همداراز وایي، له څه مودې وروسته یو وار بیا دا څپه نږدې پنځوس سلنې ته پورته شوې.

نوموړی همداراز وایي، په یو شمېر ناروغانو کې د کرونا د نوې بڼې اومیکرون ځينې نښې نښاني هم لیدلي شوي خو تر اوسه دقیقه نه ده چې واقعاً هم دا ویروس دی او کنه.

ډاکتر ظاهر عادل زیاتوي: «زیاتره ناروغان چې معاینات یې شوي د زیاترو یې ټسټونه مثبت شوي او هغه کسان چې د کرونا ټسټونه یې مثبت شوي په ډیرو کې یې د کرونا د نوې بڼې اومیکرون نښې لیدل شوي، خو تراوسه دا تثبیت شوي نه دي چې دا د کرونا نوې بڼه ده که نه خو له علایمو یې مالومیږي چې بڼه یې اومیکرون ته ورته دي.»

روغتیاپالان هم د کرونا مخ په زیاتېدونکو پېښو ته اندېښمن دي او وایي، اړینه ده، چې د یادې ناروغۍ د کابو کېدو لپاره حکومت هر څه ژر اقدامات وکړي او ترڅنګ یې له خلکو هم غواړي، چې د ځان ژوغورنې لپاره روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي.

ډاکټر معصوم اصغري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، خلک دې هم په دې برخه کې نا غېړي نه کوي او که د کرونا نښې او علایم ولري هر څه ژر دې نږدي روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

ډاکټر معصوم اصغري زیاتره کړه: «د کرونا روغان شته او پېښې هم ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي دا چې هوا سړه او غربت هم تر بل هر وخت په لوړه کچه دی زموږ خاصې سپارښتنې همدا دي، چې طبي امکانات هم محدود دي باید له ګڼي ګوڼي خلک ځان وساتي او دغه راز له ماسک دې ګټه واخلي تر څو له دې ویروس خوندي پاتې شي.»

ننګرهارمیشتي هم په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ زیاتیدو اندېښمن کړي دي. دوی ټنیګار کوي کرونا ته باید په عادي توګه ونه کتل شي او خلک دې ځان وساتي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي نورآغا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په لومړي سر کې د روغتیایي سپارښتنو د نه عملي کېدو له کبله ګڼ شمیر خپل خپلوان پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه