اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې ۸۰ سلنه کونډې او يتيمان اړينو مرستو ته اړتيا لري.
د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولينو د دې اړتیا یادونه د افغان ملي بشري مرستو د موسسې له لوري د ۲۰۰ بیوزله او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې د ويش پر مهال کړې ده.
ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست رییس فريد الله حقاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې ولايت کې د تيرو جنګ جګړو له امله اتيا سلنه کونډې او يتيمان شته، چې اړينو مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي همداراز په شتمنو او مرستندويه ادارو غږ وکړ چې په روان بد وضعيت کې د بیوزلو اړمنو لاسنيوی وکړي.
په همدې حال کې د افغان ملي بشري مرستو ادارې مسولين وايي، پر بیوزله وګړو د مرستو د ويش په لړ کې يې دا ځل د جلال اباد ښار د ۲۰۰ بیوزله او اړمنو کورنيو سره د اوړو، غوړيو او نورو خوراکي توکو مرسته وکړه.
مرسته شوې کورنۍ هم د دغو مرستو ترلاسه کیدو خوښي ښايي ،خو دغه مرستې د دوي لپاره بسندويه نه بولي.
د يادونې وړ ده چې د وروستي سیاسي بدلون او په ټوله کې د افغانستان د پيسو کنګل کيدل، د هغه لاملونو څخه شميرل کيږي چې له کبله يې د ولسي وګړو اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي.
