اطلاعات روز: کندهار کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانيو په ارزښت د کنډ و کپر سړکونو د رغېدو چارې پیل شوي دي.
د کندهار د ښاروالۍ د عامه اړیکو او عمومي ارتباطاتو طالب مسوول زمري څرګند نن (چهارشنبه، د سلواغې پر ۱۳مه) اطلاعات روز ته وویل، چې د کندهار ښاروالۍ د ۵۰۰۰ متره مربع په اندازه د کنډ و کپر سړکونو د ترمیم چارې راپیل کړې دي.
هغه وايي د بیارغونې پر دغه پروژه به څلورشپېته لکه او پنځه اویا زره افغانۍ لګښت راځي چې د کندهار د ښاروالۍ د بودجې څخه ورکول کیږي.
نوموړي وویل د کنډ و کپر سړکونو د رغېدو چارې د کندهار ښار په بیلابیلو ناحیو کې ترسره کوي او په اساسي ډول به یاد سړکونه ورغول شي.
دی وایي: «کندهار ښاروالۍ د ښار په بیلابیلو ناحیو کې د یادو سړکانو اساسي ترمیم کوي. د ۶ ثانتي متر په زخامت اسفالټ، ۱۵ثانتي متره بیسکورس د یادو سړکانو د ترمیم کارۍ په عرصه کې کاریږي چي ورباندې مبلغ ۶۴۷۵۰۰۰ لګښت راځي.»
څرګند وایي د متوازن انکشاف پر اساس د ښار په بیلابیلو برخو کې د رغنیزو چارو ترسره کیدو نورې پروژې هم روانې دي چې سلګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
مسوولین وایي په راتلونکي کې به هم د بیارغوني په برخه کې د خلکو اړتیا ته په کتو نورې دغه ډول پروژې پلي کړي.
خلک د دولت ددغه ډول رغنیزو پروژو هرکلی کوي او زیاتوي چې دولت دې د ټولو هغو رغنیزو پروژو کارونه بشپړ کړي چې دا مهال نېمګړي پاتې دي.
د کندهار ښار یوه اوسیدونکي حاجي محمد اطلاعات روز سره په خبرو کې د ښاروالۍ ریاست له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ښار د چریو پاک ساتنې ته پاملرنه وکړي او هغه کانالونه چې دا مهال بند دي پاک یې کړي ترڅو د سیلابونو په راوتلو سره یو ځل بیا خلکو ته زیانونه ونه رسیږي.
تر دې مخکي د کندهار ښاروالۍ مسولینو له اطلاعات روز سره په یوې مرکه کې ویلي و چې په کندهار ښار کې د سړکونو د ساتنې په هدف پر غټو او باروړونکو موټرو یې بندیز لګولی دی.
