اطلاعات روز: د طالبانو حکومت کابینې پرېکړه کړې چې له دې وروسته طالب وسلهوال نهشي کولی چې وسلو، نظامي یونیفورم او وسایطو سره تفریحي پارکونو ته ننوځي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد نن (چهارشنبه، د سلواغې په ۱۳مه) پر خپل ټوېټر د دوی د حکومت د کابینې دغه پرېکړه خپره کړې ده.
د دې پرېکړه یوه برخه کې راغلي طالبان مکلف دي چې د تفریحي پارکونو ټول اصول او لایحې په پام کې ونیسي.
د طالبانو کابینې دغه پرېکړه په داسې مهال ده چې د دوی په لاس د افغانستان حکومت واګي ترلاسهکېدو وروسته، په پلازمېنې کابل او ولایتونو کې طالبان له وسلو سره تفریحي ځایونو ته ننوتل چې خلکو دا یو ناسم کار باله.
نیوکګرو ویل چې د طالبانو دا ډول کار پر دوی په ځانګړي ډول د دوی پر ماشومانو منفي اغېزې کوي او له طالب چارواکو یې د دا ډول کړنې مخنیوی غوښته.
