اطلاعات روز: د ۱۹کلنو کمعمره پنځوس اوره کرکټ نړیوالو اتلولیو نیمهپایلوبه کې د افغانستان لوبډلې انګلستان ته په ۱۵ منډو ماتې منلو سره پایلوبې ته له ورتګه پاتې شوه.
په دې لوبه کې د انګلستان ۱۹کلنو کمعمره ملي لوبډلې افغانې لوبډلې ته په ټاکلو ۴۷ اورونو کې د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه. د افغانستان لوبډلې که څه هم ښه لوبه وکړه خو وروستیو کې یې لوبه له لاسه ووته او یوازې د ۱۵منډو په توپیر ماته شوه.
په وروستیو دریو پاتې اورونو کې افغان لوبډلې ته په ۱۸ توپونو ۲۳ منډې پاتې وې، په داسې حال کې چې څلور وېکټې یې هم لرلې، خو ویې نهشو کړی چې ټاکلی هدف پوره کړي.
د افغانستان ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلو نړیوالو اتلولیو کې افغان لوبډله ښه وځلېده او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده، خو په دې لوبه کې د ځینو غلطیو له امله له وړاندې تګه پاتې شوه.
د دې اتلولیو پایلوبه به د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ چې نیمه پایلوبه کې یې پاکستان مات کړی و، وي.
