واک ته د طالبانو رسېدو وروسته ارزګان کې پر شاقه کارونو د بوختو ماشومانو شمېر زیات شوی

اطلاعات روز: د طالبانو لاس ته د افغانستان حکومت رسېدو وروسته، په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه ورځ تر بلې ډېرېږي او ارزګان ولایت کې بیا پر شاقه کارونو د بوختونو ماشومانو شمېر تر پخوا زیات شوی دی.

د ارزګان اوسيدونکي وايي د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی او اړ شوي چې په خپلو ماشومانو درانه او شاقه کارونه وکړي.

د ارزګان يوه اوسيدونکي حاجي رفيع الله وايي، په دغه ولايت کې ورځ تربلې په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو د شمېر زياتيدل د انديښنې وړ دي. هغه له طالبانو غوښتنه کوي چې د افغان ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره دې لاس په کار شي ترڅو ماشومان زده کړو ته مخه کړي.

هغه اطلاعات روز ته وويل :«په دې وروستيو کې په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو شمير زيات شوی دی، لامل يې د خلکو کمزوری اقتصادي وضعيت او غربت دی. خلک اړ دي چې په خپلو ماشومانو شاقه کارونه وکړي.»

هغه د طالبانو له حکومته غواړي چې د دا ډول کورنیو لاسنیوی وکړي څو ماشومان یې له درنو کارونه لاس په سر شي.

حزب الله چې په مرکز ترينکوټ کې په يوې نانوايي کې چې د لسو ډوډۍ ترلاسه کولو بدل کې ورځ مزدوري کوي، وايي د کورنۍ سرپرستي یي ورترغاړې ده او په خبره يې چې که تر دې هم سخت کار کوي اړ دی چې ویې کړي.

هغه وايي د زده کړو ترسره کيدو لوی ارمان لري خو په باور يې چې اوس غريبۍ او د کور سرپرستۍ اړ کړی چې کار وکړي او د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله حلاله ډوډۍ وګټي.

حزب الله وايي که يې اقتصادي وضعيت ښه شي له شاقه کارونو به لاس واخلي او زده کړو ته به مخه کړي.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس ملا محمد اصف له اطلاعات روز سره په يوې ځانګړي مرکه کې وويل چې تر بل هره وخت اوس په ارزګان کې د ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه برابره ده او په خبره يې چې دوی هڅه کوي ترڅو هغه ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت دي، زده کړو ته لاسرسی پیداکړي.

ملامحمد اصف وويل: «په هر کلي کې د ښوونځيو او مدرسو ترڅنګ محلي صنفونه هم لرو، نوی حکومت په ارزګان کې د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره هڅې زياتې کړې دي، خلک دې پر ښه راتلونکي باور ولري.»

خلک داسې مهال په شاقه کارونو د بوختو ماشومانو د زياتيدو خبر ورکوي چې په تير حکومت کې د ارزګان د بشري حقوقو مسوولينو ويلي و چې په ارزګان کې۵۰ سلنه ماشومان د فقر او غربت له امله په شاقه کارونو بوخت دي خو د طالبانو حکومت ټینګښت وروسته دغه شمېره زیاته شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه