اطلاعات روز: د هلمند چارواکي وایي، په دې ولایت کې د تیرو ۲۴ساعتونو پر مهال په ۳ ترافیکي پیښو کې یو کس مړ شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور ریاست مطبوعاتي امر مولوي محمد قاسم ریاض نن (سهشنبه، د سلواغې پر۱۲مه) اطلاعات روز ته وویل چې دغه درې ټرافیکي پېښې تیره ورځ ګرشک ، باباجي او نهرسراج ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
هغه وایي یوه پېښه د ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو لوکسل او ویټس موټرو ترمنځ شوې چې په پایله کې یې ۸ تنه ټپیان شوي دي. بله د باباجي ولسوالۍ په «لوی مانده» سېمه کې د یو رنجرموټر اوښتو له امله رامنځته شوې، چې پر مهال یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه ټپیان شوي دي. هغه دا نه دي ویلي چې وژل شوي کسان طالبان دي که ملکي خلک دي.
مولوي محمد قاسم ریاض وایي چې ټپیان د دغه ولایت بُست او ګرشک ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوی او حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
