ملګري‌ملتونه: د طالبانو واکمنېدو وروسته له ۱۰۰ ډېر پخواني امنیتي چارواکي او ځواکونه وژل‌شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش وایي، چې دې سازمان «موثقې ادعاوې» ترلاسه کړي چې ثابتوي د افغانستان مخکیني دولت له ۱۰۰ ډېر غړي، پخواني امنیتي ځواکونه او هغه وګړي چې نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته وژل شوي دي.

هغه راپور چې تېره ورځ (یکشنبه، د سلواغې په ۱۰مه) د اسوشیټډپرس خبري اژانس لاس ته ورغلی، ګوترش ویلي چې د قربانیانو له «دوه پر درېیمې برخې ډېر» ادعا کېږي چې د طالبانو د ناقانونه وژنو او یا د دې ډلې تړلیو وګړو له امله دي.

ګوترش خپل راپور کې چې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته یې وړاندې کړی، ویلي چې افغانستان کې د ملګرو ملتون سازمان ماموریت همدارنګه «داعش خراسان ډلې سره د تړاو په شک د لږ تر لږه ۵۰ ناقانونه وژنو ځینې معتبرې ادعاوې ترلاسه کړي دي.»

هغه زیاته کړې چې د بشر حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي هم «تر برید، ډار، زورونې، خپلسرو نیونو، بدچلند او قتل لاندې راغلي دي.»

د ملګرو ملتون سازمان سرمنشي ویلي چې د مدني ټولنې اته فعالان، له هغې ډلې درې تنه د طالبانو او درې تنه د داعشیانو له خوا وژل شوي او ۱۰ نور د طالبانو له خوا لنډمهالي نیول شوي، وهل ډبول شوي او تهدید شوي دي.

د هغه په وینا، دوه خبریالان وژل شوي چې د یوه د وژنې مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی. ګوترش زیاته کړې چې دوه نور خبریالان هم د نامالومه وګړو له خوا ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان ماموریت د لنډمهالي نیولو، وهل ډبولو او تهدید ۴۴ پېښې ثبت کړي دي چې ۴۲ یې د طالبانو له خوا شوې دي.

ګوترش افغانستان کې بشري وضعیت ته په اشارې ویلي چې په دې هېواد کې وضعیت د طالبانو شپږو میاشتو واکمنۍ سره لا هم ناډاډه دی؛ ځکه د هغه په  وینا، «بېلابېل سیاسي، ټولنیز-اقتصادي او بشرپاله ټکانونه یې د ټول هېواد په کچه اورېدلي دي.»

هغه ویلي چې افغانستان نن ورځ له بېلابېلو کړکېچونو سره مخ دی؛ «له هغې ډلې د ستر اقتصاد نیونه، د بانکي او مالي سیستمونو فلجېدل، تېرو ۲۷ کلونو کې تر ټولو ناوړه وچکالي او د یو ټولشموله دولت جوړونه کې د طالبانو ناکامي او له زده‌کړو، تحصیل او کار د ښځو او نجونو محرومیت.»

ګوترش زیاته کړې اټکل کېږي چې ۲۲.۸ مېلیون تنه د ۲۰۲۲ تر مارچ پورې د کړکېچ او د خوړو ناامنۍ تر «بېړنۍ» کچې راشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو واکمنېدو سره یواځینی مثبت ټکی، نښتو اړوند د امنیتي پېښو شمېر کې او دغه راز د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله کې «پام وړ کموالی» دی.

 د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي زیاته کړې چې دغه سازمان د اګسټ ۱۹مې او ډسمبر ۳۱مې ترمنځ د امنیت اړوند ۹۸۵ پېښې ثبت کړي چې د ۲۰۲۰ کال ورته مودې مهال ۹۱ سلنه کموالی ښیي.

هغه ویلي چې ۷۵ سلنه ثبت شوې پېښې په ختیځو، مرکزي، سوېلي او لویدځو سیمو کې ثبت شوې دي.

د تاوتریخوالي کمېدو سره، ګوترش ویلي چې طالبانو له بېلابېلو ننګونو له هغې ډلې خپلو غړیو پبر وړاندې د بریدونو زیاتېدو سره مخ دي.

هغه ویلي چې د دې بریدونو ځینې یې د «ملي مقاومت جبهې» چې د افغانستان اپوزېسیون ځینو څېرو او د مخکیني دولت اړوند وګړو ته نسبت ورکول کېږي.

ګوترش ویلي چې دغه جبهه په ټوله کې د پنجشېر ولایت او د بغلان اندراب ولسوالۍ کې فعالیت کوي، خو پام وړ بریدونه یې نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د طالبانو لیکو کې د کرسۍ پر سر د قومي اختلاف او سیالیو ته اشاره  کړې چې د هغه په وینا په تاوتریخوالي اوښتې. هغه د نووېمبر په ۴مه د طالبانو منځ کې د وسله‌والو نښته د دې اختلافونو یوه بېلګه یاده کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه