اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو امنيه قوماندان مولوي عبدالله بشیري وایي، د دې ولایت په يو شمير سيمو کې طالبان اوس هم د معاش کموالي له امله له خلکو ډوډۍ ټولوي.
که څه هم له تيرو ۵ مياشتو راهیسې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی دی خو د ارزګان امنيه قوماندان وايي، د دغه ولايت په يو شمير سيمو کې اوس هم طالبان ځيره (ډوډۍ) له خلکو څخه ټولوي.
مولوي عبدالله بشيري وويل، په ارزګان کې د طالبانو شمير ۵۰ زره کسانو ته رسيږي چې له دوی سره په نظامي برخه کې ثبت دي او په خبره يې چې هر نظامي کس ته دوی د مياشتې تر ۵ زره افغانۍ پیسې ورکوي.
نوموړي وويل، د تيرو شلو کلونو راهیسې دوی له خلکو څخه د خلکو په خوښه ډوډۍ ټولوي.
هغه زیاتوي: «دا خبره سمه ده مخکې به هم شوي وي اوس هم کيږي په ځينو سيمو کې زموږ طالبان له خلکو څخه ځيره ټولوي او دغه کار د سيمو د خلکو په خوښه کوي. په ارزګان کې موږ ۵۰ زره کسان په نظامي برخه کې لرو زموږ نظام داسې سیستم جوړ کړی دی چې هر کس ته د مياشتي تر ۵ زره افغانۍ پورې د بدل عایشې په نوم ورکوي خو په ځينو سيمو کې چې د طالبانو شمیر زیات وي هلته بیا طالبان ځيره کوي.»
امنيه قومندان وايي سرتيرو ته يې تراوسه معاشونه نه دي ورکړي خو په خبره يې چې د طالبانو حکومت پر يو سیستم کار کوي ترڅو ټولو طالب سرتيرو ته د هغوی معاشونه ورکړي.
که څه هم د ارزګان امنيه قومندان وايي چې له خلکو څخه دوی د هغو په خوښه ډوډۍ اخلي خو ارزګان کې خلک بیا د طالبانو له دغو کړنو څخه ناراضي ښیي او له طالبانو غواړي چې د خلکو څخه د ډوډۍ ټولولو څخه لاس پر سر شي.
د ارزګان يوه اوسيدونکي مومين اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو تر راتګ وروسته خلک له سخت فقر او غربت سره مخ دی او طالبانو بايد نور د خلکو څخه ځيره (ډوډۍ) وانخلي.
