د ځاځي اریوب روغتیایي ستونزې؛ خلک اړ دي چې درمل په خپلو پیسو واخلي

خبریال: حبیب‌الله سراب

ځاځي اریوب د پکتیا ډیورنډ فرضي کرښې ته پرته ګڼ نفوسه ولسوالۍ، ځايي اوسېدونکي يې د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ په روغتیا برخه کې هم څومره چې لازمه ده، پام نه دی شوی، ۳۰ بستریز ملکي روغتون ته یې له بېلابېلو سیمو د درملنې په موخه ناروغان راوړل کیږي، خو په یاد روغتون کې د روغتیا پالانو او د درملو کمي د ناروغانو درملنه ټکنۍ کړې ده.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ قومي مشر انور صدیقي اطلاعات روز ته وویل، چې نفوسو ته په کتو ملکي روغتون ته د اړتیا وړ درمل نه ورکول کیږي، د هغه په خبره، چې ډیری ناروغ لرونکي د خپلو ناروغانو لپاره له شخصي درملتونونو درمل اخلي.

هغه وويل: «ځاځي اريوب يوه ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده، دلته درې لکه خلک اوسيږي، خو ولې ملکي روغتون ته د څلويښت زرو ناروغانو درمل ورکول کيږي، همداسې په کلينيکونو کې هم ورته ستونزه موجوده ده، نو که د درملو او نورو روغتيايي موادو برخه کې پام وشي، شته ستونزې به تر ډېره هوارې شي.»

د ځاځي اریوب يو بل تن اوسېدونکي او ناروغ لرونکي حیات الله وايي، اونۍ وړاندې يې د درملنې په موخه يو ناروغ بستر کړی، خو د ده په وينا چې تر اوسه يې ټول درمل له شخصي درملتونونو ورته په پيسو اخيستو دي، حيات هم د درملو کمښت جدي ستونزه بولي او وايي: «دلته مې اوو ورځې وړاندې يو ناروغ راوړی، خو هر ډول درمل چې ورته په کار شي، له بهره يې ورته په پيسو راوړم، ځکه په ملکي روغتون کې نه پيدا کيږي، هغه څه چې ډاکټران يې په واک کې لري، راوړي يې.»

د دې ولسوالۍ د علي خېلو سيمې اوسېدونکی عبدالواحد بيا د مسلکي ډاکټرانو کمبود هم په ځاځي اريوب کې لويه ستونزه بولي او وايي، د ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د مسلکي ډاکټرانو نشتون له امله خلک مجبور دي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ګردېز ته ولېږي.

عبدالواحد وويل: «دلته نه يوازې درمل، ډاکټران هم نشته، خلکو ته چې ناروغان پيدا شي، د ښې درملنې لپاره يې ګردېز يا پاکستان ته انتقالوي، ځکه که ډاکټر وي، بيا درمل نه پيدا کيږي او مسلکي ډاکټران هم کم دي، چې نشي کولی، په ښه ډول د ټولو ناروغانو درملنه وکړي.»

د ځاځي اریوب ولسوالۍ قومي مشر انور صدیقي اطلاعات روز ته وویل، چې نفوسو ته په کتو ملکي روغتون ته د اړتیا وړ درمل نه ورکول کیږي، د هغه په خبره، چې ډیری ناروغ لرونکي د خپلو ناروغانو لپاره له شخصي درملتونونو درمل اخلي.

ناروغ لرونکي د روغتیاپالانو له چلند او هڅو خوښ دي، خو د درملو او نورو روغتیايي موادو په برخه کې له اړونده ادارو د شته ستونزې هواري غوښتنه کوي.

په دې اړه يو تن ناروغ لرونکي عزیز اطلاعات روز ته وويل: «ما په تېر نظام کې هم په همدې ملکي روغتون کې ناروغان بستر کړي و، خو څومره ښه چلند چې اوس يې ډاکټران يا نور پرسونل راسره کوي، پخوا نه و، خو همدا د درملو ستونزه ده، يو سرينج ورکوي، نور هر څه له بازاره ورته راوړم.»

ديني عالم مولوی جلال الدين په روغتيا برخه کې له اړونده بنسټونو غوښتنه کوي، چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ ملکي روغتون او کلينيکونو ته درمل او نور اړين مواد ولېږي.

نوموړي وويل: «درمل د خلکو مهمه غوښتنه ده، ځکه که درمل نه وي، ناروغ ته به په روغتون کې څه ورکړي، نو زمونږ له مرکزي ادارې او هغه همکار بنسټونه چې په روغتيا برخه کې کار کوي، غوښتنه مو ترې دا دی، چې ضروري درمل وليږي.»

په همدې حال کې بیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملکي روغتون مدير منصور اطلاعات روز سره په خبرو کې هم د خلکو غوښتنې ته په کتو شته درمل کافي نه بولي او وايي، هغه څه چې دوی یې په واک کې لري، پر وخت یې ناروغانو ته وړاندې کوي.

منصور وویل: «دلته چې کوم امکانات او د مل په واک کې لرو، هغه له ناروغانو نه سپموو، خو ولې کومه غوښتنه چې خلک يې کوي، هماغومره درمل چې کافي دي، مونږ يې په واک کې نه لرو، که اړتيا پېښه شوې، پر وخت مو مرکز ته احوال ورکړی او هغوی هم له ځنډ پرته درمل را ليږلي.»

ناروغ لرونکي د روغتیاپالانو له چلند او هڅو خوښ دي، خو د درملو او نورو روغتیايي موادو په برخه کې له اړونده ادارو د شته ستونزې هواري غوښتنه کوي.

د دې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، د روغتیايي چوپړونو د منظم وړاندې کولو په موخه وخت ناوخت له اړونده روغتیايي مرکزونو څارنه کوي، د ځاځي اریوب ولسوال ظاهر ګل وویل، چې د درملو کمښت په اړه یې د خلکو شته ستونزې له مرکزي ادارې سره هم شریکې کړې دي.

ښاغلی ظاهر ګل په دې اړه وايي: «دلته په ځاځي اريوب کې که ملکي روغتون دی او يا فرعي کلينيکونه، له دې ټولو مو ناڅاپي ليدنه کړې، ورغلي يو او ټينګار مو پرې کړی، چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي، نو اوس په عادي ډول خدمات وړاندې کيږي او هغه ستونزه چې د درملو په اړه ده، له مرکزي ادارې سره مو شريکه کړې ده.»

بلخوا د پکتیا ولایت د روغتیا ریاست چارواکي وايي، د ځاځي اریوب په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونه په عادي ډول وړاندې کیږي.

د روغتيا د ريس صدرالدين عزام په وینا چې له اړتیا سره سم یې پر وخت ټولو روغتیايي مرکزونو ته درمل او نور اړین مواد استولي دي.

عزام اطلاعات روز ته وويل: «مونږ په ځاځي اريوب او د پکتيا په ټولو روغتيايي مرکزونو کې اوس مهال روغتيايي خدمتونه په نورمال ډول په مخ وړو، د درملو په اړه د خلکو غوښتنه لويه ده، خو ولې بيا مو هم هڅه کړې، چې پر وخت ورته رسېدنه وکړو، په هرو دريو مياشتو کې د دوا سپلايي کړې او کوو يې هم، نو په دې برخه کې په يوه ولسوالۍ کې هم له داسې پېښې سره نه يو مخ شوي، چې هلته دې درمل کمبود شوي وي.»

په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز ملکي روغتون سربېره نهه کلینیکونه هم فعالیت لري، هغه نیوکه چې خلکو د کمزورو خدمتونو له امله په تېر کې د هیواد په نوم په قرار دادي موسسې درلوده، اوس یې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه قرار داد د ادا په نوم یوې بلې موسسې ته ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه