ننګرهار کې د مرستو ناعادلانه وېش له امله پر طالبانو نیوکې؛ خلک: ملکان اړیکې پالي

اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار او ولسوالیو اوسیدونکي په دغه ولایت کې د مرستندویه ادارو له لوري د بشردوستانه مرستو په ناعادلانه وېش نیوکې کوي.

د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالرشید اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا مرستې د خوراک نړیوال سازمان، خیریه بنسټونو او نورو نړیوالو موسسو له لوري په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ پر هغه چا وېشل کېږي چې مستحق یې نه وي.

عبدالرشید زیاتوي: «ننګرهار کې چې له کوم وخت راهیسې د مرستو د ویش لړۍ پیل شوې، خو زیاتره خلک هم له دې مرستو بې برخې پاتې دي او ډیرو سیمو کې ویشل شوي هم نه دي او ځینې سیمو کې سروې هم نه ده شوې که وي نو هم مستحقین په کې نشته، غوښتنه کوو چې د مرستو د ویش لپاره دې ځانګړی طرزالعمل جوړ شي، چې ټول خلکو ته په خپله اندازه مرستې ورسېږي او شته ستونزې حل شي.»

ولسي خلک همداراز د دغه ولایت په طالب چارواکو هم نیوکې کوي. د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي شریف الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د ځینو بنسټونو له لوري په ترسره شویو سروې کې مستحقین په پام کې نه دي نیول شوي او زیاتره بې وزله کورنۍ له نړیوالو بشردوستانه مرستو بې برخې پاتې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په جلال اباد ښار کې د ګذر وکیلان او لرې پرتو ولسوالیو کې ځایي ملکان کم یې حقدار او ډیر یې د اړیکو پر بنسټ خلک په سروې کې شاملوي.

شریف الله زیاته کړه: «کومې مرستې چې ویشل کیږي تر ډیره په کې بې وزله خلک نه لیکل کیږي او دا مرستې په ښاري سیمو کې د ګذر وکیلانو او ولسوالیو کې د ملکانو له لوري په خپلو خپلوان ویشل کیږي او زیاتره خلک له دې مرستو بې برخې پاتې دي زمونږ غوښتنه دا ده، چې دا بشردوستانه مرستې دي په مستحقو خلکو وویشل شي تر څو ټولو خلکو ستونزې حل شي.»

ننګرهار کې تر ډیره بشردوستانه مرستې د دغه ولایت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو له ریاست سره په همغږۍ ویشل کیږي.

ننګرهار کې د طالبانو کډوالو چارو رییس اکرام الدین مفتون له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو په تیر حکومت کې شوې سروې له فساد ډکه بولي خو د طالبانو له لوري په ترسره شوې سروې کې د فساد خبره په کلکه ردوي.

ښاغلی مفتون زیاتوي: «په تیر حکومت کې چې د مرستو د ویش لپاره کومې سروې شوي هغه ټولې له فساد ډکې دي او ستونزې په کې ډیرې وې خو له کله راهیسې چې د طالبانو نظام رامنځته شوې دا سروې ټولې شفافې شوي او مرستې هغه چا ته ورکول کیږي، چې څوک یې مستحق وي او دا ډاډ ولس ته هم ورکوو چې ټولې بشردوستانه مرستې به په اړمنو خلکو ویشل کیږي او دا لړۍ مو له ښاري سیمو لرې پرتو ولسوالیو ته هم غځولې ده.»

د یادونې وړ ده، چې په ډېریو ولایتونو کې د مرستو د ناانډوله وېش له کبله خلکو شکایت کړی او ویلي يې دي، چې مرستې پر اړمنو او بېوزله کورنیو نه وېشل کېږي.

ولسي خلک ادعا لري چې په دغه ولایت کې د مرستو په وېش کې ناعادلانه او توپیري چلن کېږي، خو د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي دغه ادعا ردوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه